Homeخبرونهکابل کې د هندو باورو پر درمسال برید پای ته ورسېد

کابل کې د هندو باورو پر درمسال برید پای ته ورسېد

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) طالب چارواکو څو دقیقې مخکې (د کابل په وخت پاو کم دولس بجې) اعلان وکړ ، چې کابل کې د هندو باورو پر درمسال برید د بریدګرو په له منځه وړولو سره پای ته ورسېد.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ليکلي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې په بېړه د بريد د مهارولو لپاره لاس په کار شي او په لږ وخت کې بريدګر له منځه يوسي.

سرچينه زياتوي: په یاد برید کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۷ ټپیان شوي او یو طالب سرتېری وژل شوی دی.

خپلواکو سرچینو د مرګ ژوبلې دغه ارقام نه دي تاييد کړي.

 د کابل ښار د کارته پروان په سیمه کې نن سهار له شاوخوا ۷ بجو څخه د چاودنو او بریدونو لړۍ پیل شوې وه.

په خواله رسنیو کې چې کومې ویډیوګانې خپرې شوې دي، د اور لمبې ښکارې چې له درمساله بهر کیږي؛ د درمسال مخې ته هندوان او سیکان دریدلي دي او وایي چې وسله وال درمسال ته ننوتي دي.

د درمسال یوه مسوول ګورمان سینګ رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د برید پرمهال دیرش تنه په درمسال کې دننه وو او اوس نه پوهیږي چې څو تنه به یې ژوندي پاتې شوې وي.

د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو د « باغیانو» کار بللی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...