چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د جمهوريت له سقوط وروسته ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته...

ملګري ملتونه: د جمهوريت له سقوط وروسته ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيواله اداره وايي، چې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته ۲۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته ورغلي دي.

د دغې ادارې يوه مقام کلي کلمنټس دغه ارقام افغانستان او پاکستان ته د خپل تازه سفر له پای ته رسولو وروسته په ډاګه کړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د داخلي بې ځايه شويو او له هېواده بهر د افغان کډوالو ستونزو ته به پاملرنه کېږي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې له څو مياشتو راهيسې زرګونه افغان کورنيو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د فعاليتونو پر ضد د اعتراض خېمې وهلي دي.

دوی د کډوالو اړوندې ادارې د دوی په نوم د کیدونکو مرستو په حیف و میل تورنوي او وايي، چې له بې سرنوشتۍ او ډېرو ستونزو ډک ژوند لري او څوک پاملرنه نه ورته کوي.

ځینې افغان کډوال، چې د پاکستان د حکومت له وېرې خپل نومونه نه غواړي خپاره کړي، پاکستان هم دوی سره په ناوړه چلند، ملا ماتونکو قیوداتو او د کډوالو د قوانینو خلاف په چلند تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب