چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهتخار کې ط- انو ۳۰ محصلانې له لیليې بیولي او یو ځوان...

تخار کې ط- انو ۳۰ محصلانې له لیليې بیولي او یو ځوان یې شکنجه کړی

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) له تخار څخه په دوه جلا راپورونو کې ویل شوي، چې طالبانو د دولتي پوهنتون ‌شاوخوا ۳۰ محصلانې له دې کبله، چې ګواکې بې اجازې له لیلیې څخه وتلې وې، بندیانې کړي او ځان سره وړي دي.

ويل شوي، چې دغه نجونې پرون جمعه له رخصتۍ څخه په استفادې د باندې وتې وې، چې اوس طالبانو بنديانې کړي دي.

طالبانو د دې خبر په اړه څه نه دي ويلي.

دوی په ډېرو نورو ولايتونو کې هم پر ښځینه محصلینو او خاصتاً لیلیه لرونکو باندې سخت قیودات وضع کړي وو.

بل لور ته: له تخار ولايت څخه یوه رسنیزه شوې ویډیو څرګندوي، چې طالبانو یو ځوان په دې تور چې د ښوونځي د ماشومانو په ځورولو اخته و، له پښو او لاسونو نیولی او په سختو وهلو ډبولو شکنجه کوي.

ځایي سرچينو ويلي، چې دغه ځوان د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د طالبانو د ملا غلام په نوم د قومندان کسانو وهلی او شکنجه کړی دی.

ويل شوي، چې ياد شوی ځوان ۴ ورځې بندی هم و او بيا په ضمانت پريښودل شوی.

له تخار څخه د جامو او ويښتانو د سټايل په سر نیږدې هره ورځ د طالبانو له لوري د ځوانانو د وهلو ډبولو خبرونه ورکول کېږي.

طالبانو د دغې ویډیو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی