جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهصالح ملا یعقوب ته؛ زموږ د ‌ورکولو ارمان دې پلار هم ګور...

صالح ملا یعقوب ته؛ زموږ د ‌ورکولو ارمان دې پلار هم ګور ته یووړ

تاند( شنبه، د جوزا ۲۸ مه) د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام لومړي مرستيال امرالله صالح د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو پر ضد د مقاومت کوونکو د له منځه وړلو خوب دې نه ویني.

ملایعقوب مجاهد په وروستيو کې د یوه مکتوب له لارې د خپل وزارت منسوبینو ته امر کړی چې د طالبانو خلاف د مقاومت کوونکو له نوم اخیستو دې ډډه وکړي او دوی ته دې د «یاغیانو» کلیمه وکاروي.

صالح بیا نوموړي ته په خطاب کې ویلي، چې ملا عمر هم دغه ارمان خپل «بې نوم او یې نښانه‌ ګور» ته ورسره وړی.

صالح زیاتوي، چې د طالبانو خلاف مقاومت د افغانستان د ویښ ملت هويت دی او دا ملت هیڅکله اسارت نه مني.

هغه په دې اړه وړاندې زياتوي:«د هندوکش ملا نه ده را ټيټه شوې او هیڅکله به هم را ټیټه نه شي. بادار دې په دې ډېر ښه پوهیږي.»

امر الله صالح د طالبانو خلاف په پرله پسې توګه ورته لیکنې کوي، خو ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر مخاطبانو له توند غبرګون سره مخ کېږي.

منتقدان هغه ته د واکمنۍ د وختونو يو شمېر ژمنې يادوي او پوښتنه کوي، چې بیا ولې خلک پر پخوانيو چارواکو او څرګندونو یې باور وکړي؟

1 COMMENT

  1. امرالله صالح تر ديرو غيرتي دى.
    يو نر او ويس انسان دى.
    د پنجاب د سترگو اغزى دى.
    الله تعالى دى يى زوندى او پخپل حفاظت كى وساتي.
    زمور تر ديرو هغه يو غيرتي او زمن انسان دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب