Homeخبرونهنړيوال بانک افغان کروندګرو سره ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

نړيوال بانک افغان کروندګرو سره ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې نړيوال بانک له افغان کروندګرو سره یو نیم سل میلیونه امریکایې ډالره مرسته کوي.

د دغه سازمان په حواله، دا مرسته د غذايي موادو د تولید او اوبو د سرچينو د زیاتېدو لپاره لګول کیږي.

ويل شوي، چې د مرستې ډېر تمرکز به د غنمو د تولید د سرچينو په زياتوالي وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان څه موده مخکې انديښنه څرګنده کړه، چې افغانستان د غنمو خورا کمښت سره مخامخ دی.

د سرچينې په حواله، سږ کال د پخوا په نسبت د افغان کروندګرو له لوري د غنمو په کرکيله کې ۷۱ سلنه کمښت راغلی.

د راپور له مخې، ۷۹ سلنه کروندګر د‌ خپلو کرلو فصلونو د حاصلاتو څرنګوالي ته انديښمن دي.

 ‏‏‏دا په داسې حال کې ده، چې د غنمو کمښت په يوې نړيوالې ستونزې بدل شوی او له څو مياشتو راهيسې پاکستان ته د افغانستان د غنمو د قاچاق خبرونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...