دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسي رسنۍ: د پخواني افغان واکمن حفيظ الله امين قاتل ومړ

روسي رسنۍ: د پخواني افغان واکمن حفيظ الله امين قاتل ومړ

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) ‏‏‏روسي رسنيو ويلي، چې د افغانستان د پخواني واکمن حفيظ الله امين د قاتل په توګه پېژندل کیدونکی کس آلکساندر پلیوسکین د ۷۲ کلونو په عمر مړ شوی دی.

نوموړی د روسیې د استخباراتو کارکوونکی و او د ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۷ مه یې په هغو عملياتو کې ګډون درلود، چې د کابل په تاج بیګ ماڼۍ کې د افغانستان د هغه مهال د واکمن او د خلق دموکراتيک ګوند د رهبر حفيظ الله امين د وژلو لپاره تر سره کیدل.

د امین د ژوند وروستي ساعتونه ډېر واضح نه دي، خو ویل کیږي چې هغه او نیږدې کسان یې لومړی د ډوډۍ په وسيله مسموم او بيا په نیمه بیهوش حالت کې وژل شوي وو.

حفيظ الله امين له وژل کيدو څخه څو میاشتې مخکې خپل لومړنی ګوندي رهبر، واکمن او استاد نور محمد تره کی په دې شک وواژه چې د ده له سیال ببرک کارمل سره یې د روسانو په هڅونه د امین پر ضد معامله کړې ده.

ویل کېږي تره کي د امین د پلویانو له لوري تر وژل کېدو مخکې لږترلږه دوه ځلې د امین د وژلو ناکامه هڅه کړې وه.

امین د ۱۳۵۷ د ثور په کودتا کې اصلي او کلیدي رول درلود. په امریکا کې یې زده کړې وې او له همدې کبله د خلق په دیموکراتیک ګوند کې د پرچم ډلې مشرانو د سي آی اې غړی باله.

3 COMMENTS

  1. آیا روسانو د نړیوالو حقوقو پراساس دا حق درلوده چې پریو خپلواک هېواد برید وکړي او د هغوی ولسمشر ( مهمه نه ده چې څه ډول تئوري او یا عقیده ئې درلوده ) ، ووژنې ؟
    د حفیظ الله آمین جسد ئې چېرته خښ کړ ؟

  2. سلامونه،
    اصل مشکل د حاکم ګوند دځینو غړو خودخواهئ او جاه طلبئ وې چې د افغانستان دترقۍ مسیر ېې له نورمال څخه د ګواکې راه ترکستان ته بوته. او د وطن اصلي اولاد ېې ووژل یا شهیدان کړل ؛او اوس ډیري همهاغوی امپریالیزم د امریکا،انګریز ا.د.ن. کې څریږي.
    ولې په کیوبا، ونزویلا،ش.کوریا، ویتنام ؛چین؛ …. نورو کې روسانو کوم لیډر ونه واژهء؟ . خپلو ګریوانو ته باید سر ښکته کړو او خپله خولۍ مخ ته کیدو چې څه وو؟ څه شولو؟؟ او لا نور به څه کیږو؟؟؟.
    ..به یو کیږو ګنې ورکیږو!

  3. سلام
    زه تاسره منم داډیره مهمه خبره ده چې وایی: یابه یو کیږو که نه ورک کیږو!
    داکتر ساپی اوس وال سټریت د هغوکسانو نومونه را اخیستی چې دڼړۍ په قیمتی سیمو او ځایونو کې کورونه رانیولی دی.
    دا کسان خپل ځانونه اوس په حقوقی او اجرایی توګه ښه پېژندلی شی اوس ددې وخت را غلی چې ددغه غلط فرهنګ په وړاندې کلکه مبارزه وشی.
    زموږ ولس باید له خوبه پاڅی نور وخت نه دی پاتې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب