دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهايران ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سفر، افغانستان د خبرو...

ايران ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سفر، افغانستان د خبرو یو مهم بحث دی

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) ټاکل شوې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري نن په یوه رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته لاړ شي.

دا به د بهرنيو چارو وزير په توګه له ټاکل کیدو وروسته، ایران ته د بلاول بوټو لومړنی سفر وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې بلاول بوټو زرداري به له خپل ایراني سیال سره د سیمې د امنیتي وضعیت او په خاص ډول د افغانستان د بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړي.

پاکستان او ايران دواړه د طالبانو په واک ته رسولو کې مهم مرستندوی هېوادونه ګڼل کېږي.

معلومه نه ده، چې د افغانستان د بدلونونو په اړه به د دواړو هېوادونو د نویو خبرو پایلې څه راوځي؟

مخکې ايران او پاکستان څو ځله له ګډو ناستو وروسته له طالبانو غوښتي وو، چې په افغانستان کې د ټولو لوريو په ګډون يو ټول شموله حکومت رامنځته کړي.

1 COMMENT

  1. لکه څرنګه چی اوس ټول نړی پوهیږی چی پاکستان او ایران کی د ډالرو کمښت زیاد او دواړه هیواد له اقتصادی ناورین سره مخ دی نو ددی لپاره دا خبری کوی چی نړیوال د افغانستان ډالر آزاد او یاد هیوادونه د خپلو افرادو په وسیله ایران او پاکستان قچاق کړی چی د اشرف غنی دولت په وخت کی ځینی کسان ګیر شول چی ایران او پاکستان ته یی ډالر قچاق کول او همدا اوس زیاتره غنم چی له نورو هیوادونه راغلی پاکستان ته قچاق کیږی کچیری ډالر راشی نو کیدای شی هغه ډالر هم قچاق شی باید طالب چارواکی او اقتصادی کیمسیون دی خبری او مسلی په جدی نظر سره وګوری ځکه پاکستان هر ځل زموږ له ضعف نقطی څخه ګټه اخلی او خپل هیواد زموږ نظامی او اقتصادی زیرمو بډای کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب