یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د زده کوونکو ارزونه| عزیز انیس

د زده کوونکو ارزونه| عزیز انیس

     ناسمه ارزونه له زده کوونکو او زده محصلانو تخلیقي وړتیاوې اخلي. له بده مرغه چې زموږ زده کوونکي او محصلان تر ډېره د نومرو لپاره درس زده کوي، غواړي چې د ازموینې په پارچه کې ښې او یا هم د کامیابي نومرې واخلي. ښوونکو هم د زده کوونکو همدا کمزوري پیدا کړې، له همدې کمزوري په استفادې په خپلو زده کوونکو کتابونه او چیپټر یادوي. ښوونکي په دې کار ویاړي چې په زده کوونکي مې کتاب یا چیپټر ښه زده کړی. خو دې ته یې فکر نه وي چې دا کتاب زده شوی نه دی، بلکې یاد شوی دی او په ډېر نږدې وخت کې به له زده کوونکي بېرته هېر شي. نه یې ذهن ته چندان فایده ورسوله او نه هم په یاد پاتې کېږي، بس یوازې د ازموینې لپاره ؤ.

     اوس زموږ ښوونکي په دې پوهېږي چې د زده کوونکو لپاره میخانیکي توب ګټه نه رسوي، خو په دې ډېر لږ پوهېږي چې زده کوونکي موږ خپله میخانیکیت ته مجبورو. زموږ د نومرو ورکولو سیسټم او د زده کوونکو ارزیابي کول له زده کوونکو میخانیکي توب غواړي.

     که موږ د سوال او ځواب میتود د ارزیابي مالومولو په خاطر کاروو، نو له زده کوونکي مشخص ځواب غواړو، که یې مشخص ځواب راکړ، ځواب سم او که نه ناسم دی. مثلن: که موږ له زده کوونکي وپوښتو چې د افغانستان کوم ولایت له چین سره سرحد لري او دی ځواب راکړي چې تخار. موږ یې ځواب ناسم نیسو او خپله یې سم ځواب وایو او یا هم له بل زده کوونکي غواړو چې سم ځواب یې ووايي. که موږ زده کوونکي سره مرسته وکړو چې نه دا ځواب ناسم دی، د همدې ولایت ختیځ ته یو بل ولایت دی. دی دا ځل فکر کولو ته مجبورېږي، له فکر کولو وروسته د نورستان نوم اخلي. موږ بیا ووايو چې ورنږدې شوې، خو د همدې نورستان شمال ته دی. دی نور هم فکر کوي او بلاخیره د بدخشان نوم اخلي. همداسې د (ولې؟ څنګه؟ څه ډول؟) په مرسته پوښتنې کول، زده کوونکي فکر کولو ته اړباسي او میخانیکیت یی له منځه وړي.

     له زده کوونکو د مشخصو تعریفونو پوښتنه کول هم زده کوونکي میخانیکیت ته هڅوي. د دې په ځای چې زده کوونکو ته ووایو جغرافیه تعریف کړه، ښه به وي چې ورته ووایو ته جغرافیه څه شی ده؟

     د خانه خالي پوښتنو ناسمه کارونه د زده کوونکو په میخانیک اموخته کولو کې ډېر رول لري. ناسمه کارونه یې په دې مانا چې د کتاب یا چیپټر له متن څخه داسې لفظ خانه خالي شي چې زده کول یې اړین نه وي، مثلن: د افغانستان د اقتصاد لپاره (                      ) اړین فکټور دی. اوس که د کتاب له متنه په همدې خانه خالي کې (لاسي صنایع) راغلې وي، نو هغه کس به دا خانه خالي حل کوي، چې متن یې میخانیک کړی وي، که یې میخانیک کړی نه وي او د افغانستان د اقتصاد په ټولو عواملو هم پوره پوره خبر وي، بیا هم ممکن دا خانه خالي غلطه کړي، ځکه دا خانه خالي د اوبه، کانونه، ځمکنی ټرانسپورټ، زراعت… په واسطه ډکېدی شي.

     که موږ له زده کوونکو او محصلانو د تخلیق تمه لرو او په هغوۍ کې میخانیکیت پای ته رسول غواړو، نو د هغو فکټورونو پېژندل مهم دي، چې زده کوونکي او محصلان میخانیکیت ته هڅوي. د دې برخې ډېر لاملونه په ناسمه ارزونه پورې اړه لري، هیله ده چې ارزیابي کوونکي د ارزیابي کولو په وخت کې هغه فکټورنه له منځه یوسي او یا یې اصلاح کړي چې زده کوونکي میخانیکیت ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب