یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسعودي سفارت د حج د زیارتوالو لپاره ویزې پیل کړې

سعودي سفارت د حج د زیارتوالو لپاره ویزې پیل کړې

تاند(جمعه، د جوزا ۲۰ مه) په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت له نن څخه د حج د زیارت لپاره افغانانو ته د وېزو ورکړه پیل کړه.

سعودي عربستان د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د افغانستان په شمول د اسلامي هیوادونو د حج د زیارتوالو ونډه کمه کړې ده. سږ کال به به له افغانستان څخه ۱۳۵۸۲ تنو ته وېزې ورکړای شي چې د حج زیارت ته لاړ شي.

په تېرو کلونو سعودي عربستان د هیوادونو د نفوس په تناسب د هر میلیون پر سر لس زره زیارتوال منل چې په دې اساس د افغانستان ونډه د ۳۵ زره او ۴۰ زره ترمنځ وه. همداراز سعودي عربستان ویلي چې باید د هیڅ زیارت کوونکي عمر تر ۶۵ زیات نه وي.

له بلې خوا خلک وايي چې د طالبانو حکومت له زیارتوالو د تېرو کلونو په پرتله زیاتې پیسې غواړي.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقاف وزارت اعلان کړی چې سږ کال هر زیارت کوونکی باید ۴۲۰۰ امریکايي ډالر ادا کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د حج د زیارت لګښت ۲۴۰۰ ډالره ټاکل شوې و.

ویل کېږي چې ځینې کسان، چې دومره پیسې نه لري، وايي چې د حج زیات ته نه ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب