Homeخبرونهپه سپین بولدک کې چاودنې ۶ تنه وژلي

په سپین بولدک کې چاودنې ۶ تنه وژلي

تاند (چمعه، د جوزا ۲۰ مه) د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې تېره شپه په یوه چاودنه کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.

راپورونه وايي، ماین د طالبانود ګزمې د موټر په لاره کې چاودلی چې له کبله یې یو ملکي او ۵ طالب وسله وال وژل شوي دي.

طالب سرچینو، د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي چې دا پېښه د سپین بولدک د سروڅاهانو په سیمه کې شوې ده.

تراوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو طالب سرچینو ویلي ماین پخوانی و.

1 COMMENT

  1. د دوی په حواله ماین پخوانی وو،
    چاه کن خودش در چاه . په بل عبارت په خپل اېښودل شوي ماین ختلي دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...