یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزولې زيات لګښتونه کوو؟

ولې زيات لګښتونه کوو؟

زموږ په ژوندنيز چاپېريال کې ګڼ داسې کسان تر سترګو کيږي،چې د لګښتونو له زياتوالي او د پيسو له کمښت سر ټکوي،اوسمهال به مو له ډېرو اوريدلي وي،چې وايي د طالبانو د رژيم پيسې له اوسنيو هغو څخه برکتناکې وې خو دا خبره له اقتصادي اړخه بلکل ناسمه ده،ښايي زموږ د پخوانيو او اوسنيو کرنسيو ترمنځ د جوړښت او ارزښت له مخې بشپړ توپير موجود وي،خو دا هېڅکله د پورتنۍ ستونزې اصلي لامل نشي ګڼل کېدای،اقتصاد د داسې ستونزو اصلي لامل د وګړو په غوښتنو او خواهشاتو کې زياتېدونکي بدلونونه بولي،يوويشتمه پېړۍ د اقتصادي اوښتون او تکنالوژيکو بدلونونو پېړۍ ده چې د خلکو غوښتنو او خواهشاتو په کې د پام وړ زياتوالی کړی.

دا چې موږ ولې زيات لګښتونه کوو؛د دې پوښتنې اصل ځواب هم د خلکو او کورنيو په غوښتنو او خواهشاتو کې نغښتی؛پخوا زموږ خلکو د نن په پرتله ساده،کليوال او خوښ ژوند درلود او د دوی په جيبونو کې شته پيسو په ښه ډول د هغوی د ژوند اړتياوې رفع کولې،هغه وخت خلکو له اضافي او داسې لګښتونو ډډه کوله چې په اصل کې ورته اړتيا نه وه.

خو نن او سبا هر څه بدل شوي،کليوال ژوند په ښاري ژوند اوښتی،د خلکو په غوښتنو او خواهشاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی،له بلې خو د کاري چاپېريال تنګه لمن د دې سبب شوې چې د هغوی غوښتنې په ښه ډول پوره نه شي او په دې ډول زموږ هېوادوال له اروايي اړخه ځان ستړی او نيمګړی احساسوي.

موږ ډېر وخت خپلې پيسې په هغه توکو او اجناسو لګوو چې په اصل کې ورته هېڅ اړتيا هم نشته،تر دې چې په افغاني ټولنه کې هغه کسان کنجوس او سخت بلل کيږي چې له داسې اضافي لګښتونو مخ اړوي،په داسې حال کې چې دا ډول کسان د اقتصاد د علم له مخې تر ټولو غوره او له اقتصاد سره مرسته کوونکي ګڼل کيږي.

د پيسو بايلل او بېځايه مصرفول مېړانه نه ده، بلکې دا د ناوړه او بېځايه لګښتونو يو ډول دیچې زموږ ډېرې کورنۍ او ځوانان يې تر مخه کړي.

د دې لپاره چې د زيات لګښت مخنيوی مو کړی وي او د ژوند د چلښت لپاره مو غوره اقتصادي ګام پورته کړی وي نو پيسې وسپموئ،خپلې غوښتنې او خواهشات مو کابو کړی.

که په رستورانت يا هوټل کې مو د غرمنۍ خوړلو ته اشتها وشوه،د دې پر ځای هڅه وکړئ چې ډوډۍ په خپل کور کې وخورئ او يا په بازار کې د بديلو خوراکي توکو په واسطه له خپل دې خواهش تېر شئ.

د خپل جيب او پيسو مديريت بابيزه مه ګڼئ،که څه هم دا کار تاسې ته عادي او کوچنی چاره ښکاري خو باور وکړئ چې تاسې په دې ډول د يو غښتلي اقتصاد پر لوري ګام پورته کوی.

وړاندې له دې چې تاسې بازار ته لاړ شئ د توکو د اخيستلو پر مهال لومړيتوب په پام کې وساتئ،د هغه توکو او اجناسو له اخيستلو ډډه وکړئ چې تاسې ورته اړتيا نه لرئ،همدا رنګه هڅه وکړئ چې د خپلو ورځنيو لګښتونو پولې په نښه کړئ او له هغې وړاندې پښه مه ږدئ.

که په لنډ ډول ووايم د کورنيو او وګړو د غوښتنو او خواهشاتو په کچه کې کمښت د پياوړي او ډاډمن اقتصاد د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

ليکنه: محمدحامد اکبري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب