یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد جرمني د بهرنیو چارو وزیره: ط البان باید وپوهول شي چې...

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: ط البان باید وپوهول شي چې په غلطه روان دي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۷مه) د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې نن پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې په ګډه د افغانستان طالب چارواکو ته ووايي، چې په غلطه لار روان دي او افغانستان ته اقتصادي مرستې د افغانانو د بشري حقونو له رعایتېدو سره تړلي دي.

انالېنا بایربوک نن په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:«په هغه څه کې چې په افغانستان کې کېږي، موږ ډېر لږ نفوذ لرو. دا په طالبانو پورې تړاو لري چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره منطقي انتخاب وکړي او اوس چې دوی په کومه خوا روان دي، ناسمه خوا ده.»

هغې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه هم خبرداری ورکړ؛ ویې ویل، په دې کې د افغانانو هېڅ ګناه نه وه چې یې طالبانو یې حکومت نسکور کړ.

اغلې بایربوک د طالبانو له لوري پر ښځو تپل شوي محدودیتونه وغندل، ویې ویل: «دوی تقریباً ښځې په بشپړ ډول په ټولنیز ژوند کې له ګډونه ایستلي دي.»

د جرمني د باندنیو چارو وزیرې زیاته کړه:«نړیواله ټولنه باید په دې کې یو لاس شي او طالبانو ته په ګډه په لوړ او څرګند غږ ووايي؛ تاسو په غلطه لار روان یاست. تر څو چې په دې لاره روان یاست، د اړیکو د عادي کولو او حتي د هیواد د مشروع واکمنانو په توګه د لږ څه رسمیت پېژندلو یوه ذره چانس نه لرئ.»

تراوسه هیڅ هیواد نه دی حاضر شوی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او هغه هیوادونه چې څو میاشتې پخوا یې ویل چې له طالبانو سره تعامل پکار دی، او څه نا څه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته نژدې شوي وو، د ښځو خلاف د طالبانو وروستیو غلیمانه اقداماتو شا ته کړي او نور حتي د تعامل خبره هم نه کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان اقتصادي وضعیت ناوړه وباله او له دې هیواد سره یې د بشري مرستو ملاتړ وکړ. خو ټینګار یې وکړ:«له بشري مرستو پرته باید هر څه په کلکه مشروط کړل شي.»

د جرمني د باندنیو چارو وزیرې په اسلام اباد کې دا خبره هم وکړه چې په دې کې د افغانانو ګناه نه وه چې د دوی حکومت د طالبانو له لوري وپرزول شو.

بلاول بوټو هیله څرګنده کړه چې «افغان چارواکي به د ټولګډون توب، د ښځو په شمول بشري حقونو ته د درناوي، او د تروریزم پر ضد د اغېزمنو اقداماتو په اړه د نړیوالې ټولنې توقعاتو ته ځواب ووايي.»

اغلې بیرباک پاکستان ته په دوه ورځیني سفر تللې، له بلاول زرداري بوټو او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره یې کتلي خو وروسته یې په پاکستان کې کتنې راکتنې له دې کبله لغوه کړې چې کرونا یې مثبته وخته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب