جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپروان کې د يوې ښځې په ګډون ۳ تنه د داعش د...

پروان کې د يوې ښځې په ګډون ۳ تنه د داعش د ډيپو په تور نیول شوي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏ په پروان کې د طالبانو د‌‌ امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې ځواکونو یې ۳ تنه د ‌يوې ښځې په ګډون د داعش ډلې د‌‌ يوه پوځي ډیپو په تور نيولي دي.

د‌ طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي ويلي، چې دغو ‌کسانو سره ۲ ځانمرګي واسکټونه هم نیول شوي، چې دوی چاودنه ورکړې ده.

په ټولنيزو رسنيو کې یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي چې د وسلو د دغې ډيپو له چاودولو سره د چاريکار‌ ښار اوسيدونکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په دې چاودنه کې د پینځو تنو ملکیانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ويلي.

په پروان کې تر دې مخکې هم د داعش ډلې د اړوندو کسانو د نیولو خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...