شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد یوټیوب او ټیک ټاک د بندولو احتمال، ط - انو ېې...

د یوټیوب او ټیک ټاک د بندولو احتمال، ط – انو ېې څو مخکښان د مقدساتو د « سپکاوي» په تور نیولي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏ د طالبانو د استخباراتو ادارې د اجمل حقیقي په نوم د يوه يوټيوبر او موډل په ګډون ۳ تنه مقدساتو ته د « سپکاوي» په تور نیولي.

دغې ادارې د حقیقي د خبرو ويډيو هم خپره کړې، چې نوموړی پکې جمهوري نظام د پردي فرهنګ او فحشا خپرولو په برخه کې په خپل ملاتړ تورنوي.

نوموړي دغه څرګندونې د کاغذ له مخې لوستي، چې ګومان کیږي خبرې په جبري ډول پرې شوي دي.

ويل شوي، چې حقیقي مخکې د قرآن کريم یو آیت د‌ سندرې په بڼه ويلی و او توند غبرګونونه ېې پارولي وو.

هغه په دغه ویډیو کې ویلي، چې د ځان په اړه د طالبانو د محکمې هر ډول پريکړې منلو ته چمتو دی.

بل لور ته: د افغانستان د مخابراتو وزارت یوې باوري سرچينې تاند ته وويل چې طالبان د ده په وينا پر اجمل حقیقي له جبري او اعترافاتو سره غواړي په هېواد کې پر یوټیوب، ټیک ټاک او ځینو نورو ټولنيزو رسنيو بندیزونه ولګوي.

د طالبانو چارواکو د تاند د سرچينې د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب