Homeخبرونهط- انو د دوو نورو پوځي الوتکو د ترميم خبر ورکړ

ط- انو د دوو نورو پوځي الوتکو د ترميم خبر ورکړ

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏ د طالبانو د دفاع وزارت هوايي ځواکونو د دوو نورو الوتکو د ترمیم او فعاله کېدو خبر ورکړی دی.

 د یاد وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ انجینرانو له اونیو هڅو وروسته، دوه (AN32 روسي او C208) الوتکې بیا فعال او د کابل په اسمان یې بریالي پروازونه تر سره کړل.

AN32 د‌ سرچینې د معلوماتو له مخې، الوتکې چې په هر ډول شرایطو کې د مقاومت له پلوه د لوړ کیفیت لرونکي دي، د دغو الوتکو په بیا فعالیدو سره به د پوځي ټرانسپورټ او لوژستیکي لیږد له ډګره دغه تشه ډکه شي.

د طالبانو له واکمنيدو څخه وروسته، د افغان هوايي ځواکونو تخنیکرانو او انجینرانو یو شمېر غیر فعالې او ویجاړې شوې الوتکې فعالې او ترمیم کړې وې.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د هوايي ځواک فعالولو ته د خاصې پاملرنې ژمنه کړې ده.

له دې سره خلک وايي، چې د جمهوري نظام په شان د طالبانو په اداره کې هم هوايي امکانات د ملت او خلکو پر ځای د طالبانو د ځينو مشرانو لپاره ډېره وفاداري لري.

څه موده مخکې، په هلمند کې د طالبانو د يوه پوځي مقام اړوند عکسونه خپاره شول، چې خپل کور ته په پوځي هلیکوپټرو کې تللی و.

1 COMMENT

  1. د ټالب پلار هم پوځي الوتکې نشي ترمیمولای. دا د افغانستان مسلکي او تجربه لرونکي انجنیران او تخنیکران دي چې په خپل همت او علمیت سره ئې د وطن لپاره په نشتو امکاناتو داسې خدمتونه کړي دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...