Homeخبرونهافغانستان کې د مېرمن لاينز دنده پای ته ورسېده

افغانستان کې د مېرمن لاينز دنده پای ته ورسېده

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۸ مه) ‏ ‏د ‎افغانستان لپاره د ‎ملگرو ملتونو د خاصې استازې میرمن دیبورا لیونز دنده پای ته ورسېده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې په دې مناسبت یې نوموړې ته د مخه ښې مېلمستيا برابره کړې وه.

سرچينه زياتوي:« په دغې تودیعي میلمستیا کې چې په کابل کې د ترکیې سفیر

 جهاد ارگینای هم حضور درلود، د دې ترڅنگ چې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وشوې، د نجونو پر زده‌کړو او کار ته د ښځو پر ستنېدو په کلکه ټینگار وشو.»

 پخواني ولسمشر د ‎ملگرو_ملتونو د همکاریو، په خاصه ټوگه د میرمن دیبورا لیونز له هلو ځلو او هڅو ستاینه وکړه او د ‎افغانستان له خلکو سره یې د ‎ملگرو ملتونو د همکاریو پر دوام ټینگار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازيتوب څوکۍ ته هر دوه کاله نوی کس ګومارل کېږي.

د‌‌ مېرمن لاينز د ځای ناستي د ټاکل کیدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل‌ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...