یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنړيوال خوراکي پروګرام: افغانستان کې د لوږې فاجعه روانه ده

نړيوال خوراکي پروګرام: افغانستان کې د لوږې فاجعه روانه ده

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏نړيوال خوراکي پروګرام په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړ، چې افغانستان د خوراکي توکيو د کمښت د فاجعې خواته روان دی او په دې برخه کې د نړۍ تر ټولو ځپل شوي هېواد سوماليا څخه يې وضعیت خراب دی.

نړيوال خوراکي پروګرام د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (فائو) په يوه ګډ راپور کې ويلي، چې په ټوله کې د نړۍ ۷۰۰ زره کسان په یمن، جنوبي سوډان، سوماليا او افغانستان د لوږې له کبله د مرګ شديد ګواښ سره لاس او ګریوان دي.

په دغه راپور کې د اوکراین جګړه په نړيواله کچه د لوږې بحران د زیاتیدو بله پیلامه ګڼل شوې ده.

د خوړو نړيوال سازمان څو اونۍ مخکې ويلي وو، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه خلک کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

طالبانو مخکې په دې اړه راپورونه ردول، خو پرون ېې تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ملګرو ملتونو د هغې غوښتنې په اړه راپور خپور کړی، چې له افغانستان سره ېې د ژمي له راتلو څخه مخکې د ۳ میلیارده ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې، څو بشري مرستې پرې همغږي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب