شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ط البانو استازی به د روسیې د سنت پیترزبورګ په کنفرانس...

د ط البانو استازی به د روسیې د سنت پیترزبورګ په کنفرانس کې ګډون وکړي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) د روسیې تاس خبري اژانس نن راپور ورکړ چې د افغان طالبانو استازی به د روسیې د سنت پیترزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

سره له دې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د مسکو د سفارت چارې یې طالبانو ته سپارلي. په عین حال کې تاس خبري اژانس په خپل راپور کې طالبان تروریست بللي او د دیپلوماتیکو سرچینو په قول یې په خپل راپور کې کښلي:«د طالبانو تروریستي تحریک به، چې په افغانستان کې یې واک ترلاسه کړی دی، د سن پیترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم ته خپل استازی واستوي.»

د دغه اژانس پر اساس، په مسکو کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر جمال ناصر غروال، چې د طالبانو حکومت ګومارلی دی، په دې غونډه کې ګډون کوي.

غروال د فبرورۍ په میاشت کې روسیې ته واستول شو او په مارچ میاشت کې یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت باورلیک ترلاسه کړ.

هغه مهال د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماریا سخاروفوا دا ګام د دوو هیوادونو ترمنځ د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو لور ته یو ګام وباله خو ویې ویل چې لا ډېر وخت شته چې روسیه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړي.

په روسیه کې طالبان لا هم د تروریستي ډلې په توګه ثبت دي او تر وروستیو پورې هر اژانس چې د طالبانو په اړه راپور ورکاوه، دا یې ورسره لیکل چې «طالبان هغه ډله چې په روسیه کې غیرقانوني او ممنوع ده»

په وروستیو کې دولتي رسنیو ته ویل شوي چې نور دا عبارت «په روسیه کې ممنوع او غیرقانوني ډله» مه لیکئ او د دې پر ځای ولیکئ:«هغه ډله چې د تروریستي فعالیتونو په خاطر د ملګروملتو له لوري پرې بندیزونه لګول شوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب