Homeخبرونهد لغمان ۲۰ زره جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه

د لغمان ۲۰ زره جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) ‏په ‎لغمان کې د غصب د مخنیوي لپاره د طالبانو جوړ شوی کمېسیون وايي، چې د دغه ولايت د د قرغیو ولسوالۍ زعفرانو دښتې سیمه کې۲۰ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړه.

باختر اژانس د لغمان د مرستیال والي له خولې وايي، ټاکل شوې چې په یاده ځمکه کې د بڼوالۍ، چرګانو، ګلانو او د ماهیانو فارمونه جوړ شي، چې شاوخوا ۴۰ زرو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

طالبانو د ادعا شویو پرمختيايي کارونو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو چارواکو په مختلفو ولايتونو کې رسنيو ته د ورته پروژو خبرې کړي، خو د طالبانو ځینې منتقدین او خبريالان داسې څرګندونو ته د تبليغاتي هڅو په سترګه ګوري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې مخکې د طالبانو له مطبوعاتي مبلغينو او وياندويانو سره د دوی د تبلیغاتو په پراخولو په اړه غونډه او سپارښتنې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...