سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+له نیویارک ښاره د ټېلفون وروستۍ غرفه لېرې شوه

له نیویارک ښاره د ټېلفون وروستۍ غرفه لېرې شوه

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵مه) یو وخت په ښارونو کې د ټېلفون غرفې د پرمختګ سمبولونه ګڼل کېدې، که څه هم زموږ ځینې ښارونو تر پایه دا ډول غرفې ونه لیدې.

د نیویارک ښاروالي په دغه ښار کې د عمومي ټېلفون وروستۍ پاتې غرفې ټولې کړې او رسماً یې د ټکنالوژۍ د پرمختګ یوه دوره پای ته رسېدلې اعلان کړه.

کله چې خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د ښاري ټېلفون د روستۍ غرفې تصویرونه ولیدل چې د نیویارک له اووم واټ څخه پورته کېږي، احساساتی شول او په دې یې نیوکې وکړې چې ولې دا غرفه لېرې کړای شوه.

خو له بلې خوا په منهاټن کې به لا هم څلور غرفې په خپل حال وساتل شي.

له دې غرفو سره د ډېرو اروپایانو، امریکایانو او نورو خاطرې تړلي دي، د هالیووډ په فلمونواو تلویزیوني ډرامو کې خورا زیاتې ښودل شوي او ګڼو خلکو له دې سره سره چې اوس کار ورڅخه نه اخلي، نه غوښتل چې له ښارونو دا ډول غرفې ټولې شي ځکه چې د خپل ژوند او خاطرو برخه یې ګڼي.

د سي این بي سي تلویزیون د راپور له مخې، د نیویارک ښاروالي وروستۍ پاتې غرفه لېرې کړه او ویې ویل چې اوس د ځیرکو ټیلفونونو دوران دی.

وروستۍ غرفه به د نیویارک ښار په موزیم کې کښېودل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب