شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پنجشېر تازه حال، ط- ان د مقاومت ډلې د ۳ جنګیالیو...

د پنجشېر تازه حال، ط- ان د مقاومت ډلې د ۳ جنګیالیو په سر پرې کولو تورن شول

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) له پنجشېر څخه خبري سرچينو ويلي، چې طالبانو د مقاومت ډلې ۳ جنګیالیو نه سرونه پرې کړي.

د سرچينو په ادعا، دغه پېښه د بازارک ولسوالۍ په کرواشي سیمه کې شوې او وژل شوي کسان اسیران وو.

هشت صبح ورځپاڼه ادعا کوي، چې د دغو سر پرې شویو کسانو د بې سره جسدونو ويډيو یې هم تر لاسه کړې ده.

بل لور ته ويل کيږي، چې طالبانو د جمهوري نظام د امنيتي او دفاعي ځواکونو د بایو میټریک وسايل د پنجشېر دروازې ته ورسره وړي او دغه ولايت ته ورتلونکي مساپر بایو میټریک کوي.

د دې کار هدف دا ښودل شوی، چې د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې ته ورتلونکي پخواني پوځيان معلوم او مخنیوی یې وشي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې ترڅ کې طالبان ټول هغه کسان نيسي او مقاومت ډلې سره د تړاو په تور شکنجه کوي، چې غواړي پنجشېر ته لاړ شي او بایو میټریک وسايل ېې پوځي سابقه ثابته کړي.

طالبانو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ټوله کې د پنجشېر د جنګي وضعیت په اړه هر ډول خبرونه بې ځايه تبلیغات ګڼي.

طالب وياندويانو تل ويلي، چې په افغانستان کې هیڅ کومه وسله واله مخالفه ډله ېې فعاله نه ده، خو له دې سره ېې د اړیکو کمیسیون هغو قومندانانو ته امتیازات اعلان کړي، چې د طالبانو خلاف جګړه ودروي او ورسره یو ځای کیږي.

سربېره پر دې وخت په وخت طالبان دوی سره د مخالفو وسله والو د یو ځای کیدو خبرونه خپروي او په دې لړ کې پرون یې وویل چې پنجشېر کې یو مخالف قوماندان ېې د خپلو ۱۴ جنګياليو په ملتيا ورسره یو ځای شوی دی.

1 COMMENT

  1. طالبه په زور او ظلم حکومت نشې کولی !
    همدا دې د زوال پیلامه ده، ورکېږې به ! نور نشې ټینګېدلی ..
    دلته د پنجابیانو سامراج نه چلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب