Homeخبرونههرات کې د پاسپورټ دوه کارکوونکي نیول شوي

هرات کې د پاسپورټ دوه کارکوونکي نیول شوي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د پاسپورټ ادارې دوه کارکوونکي يې د کمیشن کارۍ، د اسنادو د جعل او غیر اصولي کار په تور له دندو ګوښه او نیولي دي.

چارواکو د نیول شویو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې دغه کسان د جمهوري نظام د وخت کارکوونکي او که طالبان وو؟

پر طالبانو تور دی، چې د جمهوري نظام پاتې کارکوونکي تر ډېره په مختلفو پلمو له دندو ګوښه او پر ځای ېې خپل جنګیالي ګوماري.

 د هرات د طالب چارواکو په وينا، په دې ولايت کې د پاسپورټ مديريت له پيل څخه تر اوسه د کمیشن کاری او د اسناد جعلکارۍ په تور ۲۲ تنه نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کری دي.

د طالبانو له واکمنيدو او له هېواده وتو ته د ميليونونو کسانو په مجبوریدو سره د پاسپورت ترلاسه کول خورا سخت شوي او په تور بازار کې د یوه پاسپورټ بیه له زر ډالرو هم اوښتی ده.

څو میاشتې مخکې د طالبانو د پاسپورټ د رییس مولوي عالم ګل حقاني ورور د کابل په یوه هوټل کې په داسې مهال له څو نڅیدونکو نجونو سره په نیشه حالت کې ونیول شو، چې د پاسپورټونو په کمیشن کارۍ بوخت و.

طالبانو د دې پېښې په غبرګون کې عالم ګل حقاني له دندې ګوښه کړ، خو د ورور د مجازات او برخليک په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...