Homeخبرونهد دفاع وزارت پخوانی تقاعد شوی وياند دولت وزيري هېواد ته ستون...

د دفاع وزارت پخوانی تقاعد شوی وياند دولت وزيري هېواد ته ستون شو

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) ‏د طالبانو حکومت اعلان کړی، چې د جمهوري نظام د دفاع وزارت متقاعد شوی وياند جنرال دولت وزیري د دوی په بلنه هېواد ته ستون شوی.

طالبانو د نوموړي د ستنیدو عکسونه هم خپاره کړي، چې له وړې ږيرې او سپين پکول سره پکې ښاغلی وزیري له طالب چارواکو سره لیدل‌ کیږي.

جنرال وزیري د داود خان د جمهوري نظام له ضابطانو څخه و، چې پر نوموړي د کمونيست پلوه ګوند په کودتا او وروسته یې پر ډاکټر نجيب د شهنواز تڼي په کودتا کې هم ونډه لرله.

ښاغلي وزیري شاوخوا کال وړاندې د یک ټلویزیون په کاکتوس خپرونه کې ویلي وو، چې د ډاکټر نجيب خلاف یې د شهنواز تڼي په مشرۍ د کودتا له ناکامیدو وروسته څه موده بند تېر کړ او له خوشې کيدو سره سم د رباني جميعت ګوند ته تسليم او ورسره ملګری شوی و.

جنرال وزیري د دفاع وزارت له ویاندۍ څخه تر تقاعد کیدو وروسته د ولسمشر غني د « دولت جوړونکي» ټاکنيز ټیم له وياندويانو څخه هم و او طالبانو سره په سوله کې ېې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په سر په نه معاملې ټینګار درلود.

د یادونې وړ ده، چې د دفاع وزارت یو بل پخوانی ویاند غفور احمد جاويد هم څه موده مخکې له یوه ګاونډي هېواد څخه بیرته کابل ته ستون شوی و، خو طالبانو یې د ستنیدو خبر نه و رسنيز کړی.

1 COMMENT

  1. مبارک مبارک.
    دا ګړی خو دوو باجه ګانو ( د مَلَک بازو زومانو ) یو بل سره وموندل. ممکن نور باجه ګان هم سره ومومی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...