سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمجاهد د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور...

مجاهد د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور ردکړ

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان د اقليتونو، مذهبي او مدني حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور ردکړ.

نوموړي وويل:« ‏‏په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو مذهبي او مدني حقوق خوندي دي.

په دې تړاوو دامریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او په ناسمو معلوماتو بنا دی.»

مجاهد ادعا کوي، چې په افغانستان کې ټول اهل سنة، اهل تشیع، سیکهـ او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي.

هغه زياتوي، چې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ردوي.

په ياد شوي راپور کې د افغانستان وضعیت د اقلیتونو، مذهبي او مدني حقونو له پلوه د اندیښنې وړ ښودل شوی و.

2 COMMENTS

  1. مجاهد لالا
    نو سلفیان د خپلی کرسۍ د تحفظ لپاره وژنی که بل څوک خوشحاله کوی؟
    ایا دعفوی ،دعوت ،تربیت،اخوت،حلم او نور اسلامی غوره ځانګړتیاوی ،ستاسو په اسلام کی شته؟
    که غوره مجاهدین یاست نو ولی؛ادفع بالتی هی احسن؛ قرانی خُلق باندی ځان نه مزین کوی؟
    ټول سوک،څپیړه ،کُنداغ،جفن او تحقیر هغه هم د پوهنتون له مومنو استاذانو سره د تور مکناټن کار دی که
    دِ مجاهد طالب؟

  2. دا سړی چی څومره دروغ په ښکاره د لويی ګیری او پګړۍ لاندی وايی د افغانستان په تاریخ کی سارې نه لرې
    کله چی میکرافون ته ودریږي نو سترګی ورته پټی کړی او لکه د تریشل ددروغو په بادولو شروع وکړی
    پداسی حال کی چی زمونږ خوږ پیغمبر وايی چی مسلمان هر یو خصلت لرلی شی خو هیڅکله ددرغو خواص نه شی لری

    په پورتنۍ لیکنه کی Afghan pal هم ډیر ښکلی ځواب ورکړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب