پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف د هرات پر ښځينه خیاطانو کار بندول رد کړل

امر بالمعروف د هرات پر ښځينه خیاطانو کار بندول رد کړل

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) ‏د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هرات کې پر ښځینه خیاطانو د کارونو بندولو خبرونه رد کړل.

 د‌ دې وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر ويلي، چې دوی د هرات ښځینه خیاطانو ته د کار بندولو په اړه څه نه دي ويلي، خو نارینه خیاطانو ته ېې امر کړی چې د ښځينه مشتریانو د لباسونو اندازه ( ناب) به نه اخلي.

له پرون راهيسې هرات نه خبري سرچينو پر ښځینه خیاطانو د طالبانو له لوري د کار بنديز خبر ورکړی، چې د خلکو توند غبرګون سره مخ شوی.

د طالبانو د حکومت پر امر بالمعروف وزارت له پیله نیوکه ده، چې د ښځو د وزارت پر ځای يوازې همدې ته تاسيس شوی څو ټولو خلکو او په خاص ډول د ښځو ژوند او فعاليتونو ته مزاحمتونه وکړي.

خپله د طالبانو یو شمېر چارواکي او منسوبین هم د امر بالمعروف وزارت له ډېرو قيوداتو سره مخالف ښکاري، خو د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند په يوه حکم کې ټولو ادارو ته امر کړی، چې په هيڅ صورت د دغه وزارت له پريکړو سرغړونه ونه کړي.

امر بالمعروف وزارت، چې د طالبانو د حکومت تر ټولو با صلاحيته او د عامو خلکو په اصطلاح « پر مزاحمته» ارګان دی، په وزارتونو او ولايتونو کې د رياستونو او په نورو ادارو کې د آمریتونو او مديریتونو په کچه تشکیلات لري.

دغه وزارت ان په خصوصي پوهنتونونو کې خپل مديریتونه ایجاد کړي او کارکوونکو ته ېې د اقتصادي ناورين له کبله پر مخ په زوالو پوهنتونونو معاشونه ورکول جبري کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب