چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد لوړو زدکړو وزیر د ناسم چلند له امله د کونړ پوهنتون...

د لوړو زدکړو وزیر د ناسم چلند له امله د کونړ پوهنتون استاد دنده پریښوده

راپور: شیرزاد
په کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون یوه استاد دوکتور رحمت الله زاهد د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر د ناسم چلند له امله د پوهنتون استادي پریښوده.
زاهد، چې د جمعیت اصلاح ډلې وتلی غړی او د حدیثو دوکتور دی، د طالبانو مشرتابه ته یو لیک لیکلی چې طالب پلوي نن ټکی اسیا ویبپاڼې خپور کړی دی.
زاهد لیکلي چې له تیرو تقریبا درې اوونیو راهیسې د پوهنتون حاضرۍ لاسلیک کولو ته نه دی پریښودل شوی. هغه لیکلي چې په فیسبوک کې د ځینو اصلاحي نیوکو له امله ورسره دغسې چلند شوی دی. هغه زیاتوي چې له نقد یې هدف تخریب نه بلکې اصلاح او د طالبانو حکومت ته لازمې مشورې ورکول وو.
زاهد وایي چې خبره یې د پوهنتون له مشرتابه او د لوړو زدکړو وزارت تر علمي مرستیال پورې رسولې خو هیچا قناعت بښونکی ځواب نه دی ورکړی.
هغه وایي چې د وزارت له لوري ورته د پوهنتون د مشرتابه په حواله پیغام رسول شوی چې د خپل کړي کار (نقد) بښنه به غواړي او تضمین به ورکوي خو زاهد وایي چې هیڅکله به دغه کار و نه کړي.
زاهد له طالب مشرتابه غوښتي چې د وزیر د دغه چلند سپیناوی وکړي.
هغه ویلي چې نور په پوهنتون کې استادي نه کوي خو  له کوم بل استاد سره دې دغسې چلند کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې لسګونه علمي کادرونه له وطنه وتلي او ډیرو پوهنتونونو کې بستونه خالي دي.
په عین حال کې ادعا کېږي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان د پوهنتونونو له استادانو خوښ نه دی او غوره ګڼي چې دوی کار پریږدي او پر ځای یې پاکستاني استادان یا هغه افغانان چې د اسلام اباد په اسلامي پوهنتون کې تدریس کوي یا ورڅخه فراغ شوي، په دندو وګوماري.
https://taand.net/?p=209714

5 COMMENTS

  1. د پورته لیکنی د پای لخوا ۷ مه کرښه باید داسی وی:
    خو له کوم بل استاد سره دی داسی چلند ( نه ) کیږی.

  2. په ټول امارت کې لومړی دغه وزیر زما د بلا نه هم بدې شي !!
    دې سره دې الله پاک پوه شي، الله پاک دې پخپله تیره توره ووهي. آمین

  3. اول خو د پوهنتونونو د علمي کدرونو په مقرري او عزل کې د عالي تحصیلاتو وزیر باید هېڅ رول او صلاحیت ونه لري . د پوهنتونونو علمي شورا خپله لایحه ، مقررات او قوانین لري چې د هغوپراساس د استادانو کار ، صلاحیت ، مکلفیتونه او وجایب تعیین شویدي .
    له بلې خوا دا پنجابی چې د پوهنتونونو له استادانو کرکه لري او د پنجاب له خوا د افغانستان د پوهنتونونو او علمي کدرونو د سپکولواو له منځه وړلو لپاره ټاکل شویدی ، باید ژر تر ژره له دې دندې عزل او سخت مجازات شي .
    د پوهنتونونو استادان د یوه هېواد علمي او اکادمیکه یا معنوي سرمایه ده ، که هغوی ته په سپکه وکتل شي ، دوی به هم ښه ورځ ونه ویني او د ټالب پښې به یوځل بیا پر هوا شي .

  4. ورڼو دا ملايان او تالبان په قصد دا داسي بي عيزتيوي کوي ترڅو له افغانانو نه ددزدکړي لاره پري او او وحشت ته يي برابره کړي. له تالب او ملا نه دافغانستان خلاسول د اسلام خلاسول ده.
    لار د خلاسون بايد له د ناولو ولټول شي.

  5. ما هم دکابل د پوهنتون د استادانو فرعونیت لیدلی، قسم دی چه په دا دریشی به یی اطرافیان محصلین داسی بی عزته کول چه بیخی د یادولو ندی. او بل داچی بدبختانه ډیر استادان په اخلاقی فساد که اخته وو. دا معنوی پانګه د تر خاورو لاندی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب