شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهم.م: ط د پخوانیو امنیتي ځواکونو او داعش له ګواښ سره مخامخ...

م.م: ط د پخوانیو امنیتي ځواکونو او داعش له ګواښ سره مخامخ دي

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳مه) ملګري ملتونه وايي، افغان طالبان د اسلامي دولت د خراسان څانګې یا داعش د نوي مقاومت له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګروملتو کارپوهانو په دې نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان نوي واکمنان په داسې حال کې چې پر افغانستان بشپړه ولکه لا ټینګوي، له القاعده سره نژدې اړیکې پالي او دوی ته اصلي خطر د داعش د سختدریځو او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د چریکي بریدونو له لوري دی.

کارپوهانو امنیت شورا ته په خپل دې راپور کې ویلي چې د هوا له ښه کېدو سره ممکن جګړې زیاتې شي.

د ملګروملتو د کارپوهانو په راپور کې دا هم ویل شوي چې نه به داعش او نه هم القاعده تر ۲۰۲۳ پورې د دې جوګه شي چې له افغانستانه دباندې په نړۍ کې بریدونه وکړي.

خو د راپور چمتو کوونکي وايي چې له دې سره سره په افغانستان کې د داعش، القاعده او ګڼو نورو تروریستي ډلو شتون د دې هیواد ګاونډیو او په مجموع کې نړۍ ته اندېښنې زیاتوي.

د ملګروملتو په راپور کې له القاعده سره د اړیکو په تړاو ویل شوي چې باور کېږي د طالبانو په منځ کې د حقاني شبکه له القاعده سره نژدې ده او د طالبانو او القاعده اړیکې هم ښې دي.

راپور وايي چې د کابل له سقوطه وروسته د حقاني شبکې په سرعت په پلازمېنه کې مهم او کلیدي ځایونه ونیول او د دې کار په نتیجه کې یې مهم وزارتونه خپل کړل.

دا راپور چې د ملګروملتو کارپوهانو چمتو کړی، وايي چې د طالبانو اصلي هڅه دا ده چې پر هیواد بشپړ کنټرول ولري او ورسره هممهاله یې نړیوال په رسمیت وپېزني څو د نړیوالو مرستې ترلاسه کړي او په افغانستان کې د اقتصادي بحران مخه پرې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب