د دې کالم د عنوان پر لفظي شدت او تشدد بخښنه غواړم، ځکه په علمي او فرهنګي مباحثو کې له دا ډول پرجوشه او احساساتي تاکید او قیدونو معلومېږي، چې د مکالمې او مباحثې نیم دلیل او منطق نقص شوی دی، ښايي خوشال بابا د همداسې یوې مکالمې په اړه دا کرښه راښکلي وي:
بندوبست د کاینات شي په خبرو
یوه له سلو صدقه شه سل له زرو
دلته د بې غیرتی قید راسره د خپلې ټولنې او خلکو پر هغه قیاس او تاوان واخلئ، چې د غیرت په نامه یې دا دی له مودو راهیسې ځان او بل د بې غیرتی پر قیمت په شعوري او لاشعوري توګه نېولی دی او داسې یې نېولی دی، چې سره له ټول ایماني او بشري ارزښته یې ټول غیرتونه بې غیرته کړي دي. ایماني او بشري ارزښت په دې مانا، چې په حیث د مسلمانې ټولنې همدا غیرتونه هم د ایمان برخه ګڼو او هم یې د خپل کلچر په ډېرو برخو کې د یوې ډېرې مهمې او برجسته ځانګړنې په سترګه ورته ګورو. مګر دا ځانګړنې او اخیستنې لکه د ډېرو نورو ټولنیزو او اروايي پدیدو کله خو مثبت اړخ واخلي او کله بیا داسې هم وشي، چې له یوې مخې پر داسې منفي تمایل واوړي، چې تاوان یې حتی له نابودۍ او ورکېدنې پرته نور هيڅ نه وي. موږ په همدې عواملو خبره کول غواړو؛ خو دلته لومړی د خپلو هغو غیرتونو په نښه کول هم مهم بولم، چې موږ یې پورته د بې غیرتی پر قید بخښنه غوښتنې وه.
په موږ کې د غیرت یا غیرتونو دومره ډېر ډولونه دي، چې په خپله د غیرت تعریف او پېژاند یې مبهم کړی دی، په هر څه او نا څه عمل او کړنه کې یې خامخا ګډول او بیا پرې د خپل ذوق او سلیقې په اساس عکس العمل ښکاره کول هغه غیرت دی، چې موږ یوازې د خپل عزت او ابرو ساتنې تسکین او ریا پرې کوو؛ حال دا چې د بل عزت او حیثیت ته لږ توهین او تحقیر هم په خپله اصیل او بشري غیرت نه دی. د همداسې یوه بدوي فکر په اساس د غیرتونو له عملي او نظري تعریف او پېژاند سره مخ ټولنه خو به حتمي خبره ده، چې د همداسې نوعیت غیرتونه توږي.
زموږ دودیز فکر او تعقل زموږ د همدې غیرتونو په تعیین یا د غیرت کولو د انګیزې په جوړولو او ورکولو کې بنسټيز نقش لري. اوس هم تقریباً هر ورځ په رسنیو کې اورو، چې هلته او دلته هغې او دغې تپې، خيل او قوم د ځمکو، غرونو او رغونو پر شخړه دغومره او هغومره سره ووژل. دا زموږ د اجتماعي غیرت د تعقل عجیب ترینه معجزه ده، چې په یوشتمه پېړۍ کې هم چې د فکر او مفاهمې پیړۍ یې بولي، موږ د خپلو چارو او شخړو حل له ورو او وطنوال سره د جګړو او وژنې په حل او ختمونې کې وینو. دا راته کمه ښکاري، چې ولې له بل سره د شتمنۍ د امتیاز برابري نه لرو؛ مګر دا زموږ جدي غیرت وي، چې که د بل په وژولو او ژوبلولو هم وي؛ باید ځان ورسره برابر او مساوي کړو؛ حال دا، چې دا غیرتونه په ځان راوستل همغه بې غیرته غیرتونه دي.
د یوې سولیزې او مهذبې ټولنې بنسټيز او عقلي غیرت دا وي، چې د خپلې ټولنې او خلکو ټولنیز ژوند او فکري روغونه د یوه جنګي او وحشي ذهنیت او غیرتونو پر ځای پر اخلاقي، عاطفي او انساني ارزښتونو واړوي، زموږ تر ټولو اساسي مشکل همدا دی، چې له کلونو راپاتې دودي غیرت که هر څومره نامناسب هم وي، باید په کولو یې ځان اړ وبولو. زه فکر کوم دا له غیرتونو سره نامناسب چلن دی.
انا (د پلار مور) مې د خدای وبخښي، د شاهي کلونو د حکومت او د هغه وخت د خلکو د تعلیمي ذهنیت عجیب راویت یې راته کاوه، د خپل (زوی) مشر کاکا په اړه یې راته ویل، چې له ولسوالۍ پسې څو تنه عسکر د دې لپاره راغلي ول، چې ښوونځي کې یې د شاملېدو لپاره له ځان سره ویسي، وايي هغه ورځ خورا سخته راباندې تېره شوه او ډېر مې وژړل، چې دی یې ښوونځي ته بېولی و، انا مې چې څو کاله وړاندې وفات شوه، د هغه وخت ګڼ روایاتونه ورسره داسې هم وو، چې د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې یې اثر کم رنګه شوی دی؛ خو لا هم سړی زړور نشي ویلی، چې ټول په ټوله دغه ذهنیتونه اوښتي دي، چې ښه مثال یې همدا د تعلیمي نظام په اړه زموږ د ذهنیت مساله ده.موږ اوس هم په همغه اساس دومره خو بدل شوي یو، چې پر زامنو د تعلیم حق مو په نسبي ډول تسلیم کړی دی؛ خو د خور، لور او میرمن په اړه مو لا هم ذهنیت همغه دی، چې که څوک یې حتی یوازې د ښوونځي تلقین هم راکړي، ممکن دا مو غیرت راسره ونه مني. مګر دا غیرت مو هم له هغه بل ډول غیرت کم نه دی. موږ په یو وخت کې د ښځو پر تعلیم خو دا غیرت کوو، چې باید ښوونځي ته ولاړې نشي؛ مګر بل وخت چې پر انساني ضرورتونو پیښ شو؛ نو بیا یې پر انساني اړتیاوو او مهم والی توجیه کوو، دا اصلاً زموږ د غیرتونو خورا زورو او نه توجیه کېدونکی تضاد او پراډوکس دی.
له دې وراخوا په نورو برخو کې مو هم دا ډول غیرتونه موازي دي؛ مثلاً د ملي، مذهبي او سیاسي غیرتونو په نامه مو کلونه کلونه یو بل سره سپک او ووژل، په تېرو سلو کلونو کې هیڅ داسې معقول سیاسي غیرت نه دی شوی، چې د سیاست او سیاسيونو ترمنځ مو ملي او فکري ایډیالوژیک ارزښتونه پرې منسج شوي وي او که فرض کړه، بیا د دا ډول یوه ژمن سیاست هڅه هم شوي وي؛ نو موږ یې د اماني دورې پر وړاندې د شوي غیرت مثال هم لرو، چې څنګه یو ملي او مشروع غیرت پر بې غیرته او نامشروع سیاستونو او شعارونو ځپل شوی او ایل شوی دی. په موږ کې اوس هم هغه څوک ډېر غیرتي، پیاوړی او مدبر سیاستوال دی، چې د جنګ او جګړې د زر او زور وسیلې او د قدرت وسایل ولري. له دې معلومېږي، چې علمي، سیاسي او فکري شعور زموږ د غیرتونو وروستۍ خانه او کړۍ ده. تر هغې چې د غیرتونو په اړه زموږ حاکم غیرتي تمایل بېرته تصحیح او له سره پرې د خپلې ټولنې او خلکو د ارزښتونو سره سم بیا فکر ونشي، زما په فکر ټول غیرتونه مو له دې امله بې غیرته کېږي، چې د غیرت اصل مانا یې پر برعکس مانا اوړي، یعنې غیرت په لاشعوري توګه د اصل ضد په بڼه بې غیرته کېږي. د شاعر په خبره:
“نه دې د منلو هغه څه چې موږ منلي دي”
مطلب د خبرې دا دی، چې غیرت ځان پر چړې وهل نه دي، بلکې د یوه بامقصده ژوند لپاره ځان ژغورل او پېژندل دي. غیرت د بل توهین او تحقیر نه دی، بلکې بل ته درناوی او عزت ورکول دي. غیرت بې سوادي او هر ډول جنګ و جدل او بشر ضد قهر، غصه او غذب نه دی، بلکې د یوه سولیز عاطفي، اخلاقي او علمي روش نوم او عمل دی. غیرت بلا اخره د بشري خیر ښیګړې او ژوند پر وړاندې د هر ډول تشدد او خشونت څخه پاک او ژمن تصور دی، چې اساس یې یوازې او یوازې د یوې سوکاله او پرمختللې ټولنې جوړل او رغېدل دي. له دې پرته ټول غیرتونه همغه غیرتونه دي، چې موږ حتی په ویلو او لیکلو بخښنه غواړو.