شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد ط- انو استخباراتو عزت الله ځواب د څو انتقادي شعرونو له...

د ط- انو استخباراتو عزت الله ځواب د څو انتقادي شعرونو له کبله احضار کړی

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) د طالبانو په استخباراتو رياست کې یوې موثقې سرچینې تاند ته تاييد کړه، چې دغې ادارې تېره اونۍ شاعر او ليکوال عزت الله ځواب د انتقادي شعرونو او ليکنو له کبله ور غوښتی و.

سرچينه زياتوي، چې عزت الله ځواب ته درې ورځې مخکې د طالبانو د استخباراتو صفر ۵۳ رياست زنګ وهلی او ورته ويلي، چې دغه رياست ته حاضر شي.

ويل شوي، چې ځواب په جلال اباد کې و، خو ژر کابل ته راغلی او د طالبانو استخباراتو ادارې ته یې ځان رسولی دی.

د طالبانو د استخباراتو مسوولینو هغه ته ګواښ کړی، چې نور به د طالبانو خلاف انتقادي شعرونه او لیکنې نه خپروي.

له دې سره، طالبانو د ځواب موبايل د څو ساعتونو لپاره پلټلی او یو شمېر ليکنې او شعرونه ېې له فیسبوک پاڼې څخه ايسته کړي دي.

خپله عزت الله ځواب په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د نجونو په اړه د نوموړي يو شعر، چې د طالبانو واکمني پکې نقد شوې وه، ډېر مشهور شوی و.

دا شعر، چې اوس د ځواب له فیسبوک پاڼې څخه ايسته شوی، تاند يې دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي:

له ما نه که له تا ډېرې په عذاب دي جينکۍ

ملا زمونږ د کلي په حجاب دي جينکۍ

په کومو ايتونو کې د مخ پټول راغلل؟

دا ولې مو پوښلې په نقاب دي جينکۍ؟

سروکي دي چاربيتې دي ټيکۍ ده موسيقي ده

تبله هم ده باجه هم ده رباب دي جينکۍ

چا ويل چې له سپرلي سره سيالي کولی نه شي

ريدی نرګس غاټول دي که ګلاب دي جينکۍ

وېرېږي ټوپکونه او خېرنې څڼې ګوري

کورونو ته روانې په شتاب دي جينکۍ

وار وکړه چې نصيب به دې له کومې سره وشي

په تا پسې په زړه کباب کباب دي جينکۍ

دوی غواړي چې دې خلکو ته وطن ته خدمت وکړي

ايسارې له ښوونځي په کوم کتاب دي جينکۍ

 باور وکړئ کابل خو په همدوی باندې کابل دی

چې بنګ نه دي چلم نه دی شراب دي جينکۍ

دا هغه زمانه نه ده چې ته پکې اوسېږې

طالبه امارت دې وړي سيلاب دي جينکۍ

د ټولې نړۍ ښځې او سړي به پرې غږېږي

مظلومې اوس په شانتې د ځواب دي جينکۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب