شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، بلخ کې د وژل شوې ښځې جسد ۳ مياشتې وروسته...

بېلابېلې پېښې، بلخ کې د وژل شوې ښځې جسد ۳ مياشتې وروسته موندل شوی

تاند(جمعه، د جوزا ۱۳ مه) ‏د طالبانو له واکمنيدو او د بشپړ امنيت له ادعاوو سره د افغانستان له مختلفو سيمو هره ورځ لا هم د نا امنیو او جنایي پېښو خبرونه ورکول کېږي.

په يوه خبر کې له مزار شريف څخه ويل شوي، چې د يوې وژل شوې مېرمنې جسد ۳ میاشتې وروسته موندل شوی.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند آصف وزير ويلي، چې په دې تور د مېرمنې د خاوند په ګډون څو تنه نیول شوي.

له هرات څخه یو راپور څرګندوي، چې طالبانو د یوه شپاړس کلن ځوان د تښتولو په تور دوه تنه په ډزو ووژل.

ويل شوي، چې وژل شویو کسانو د تښتول شوي هلک له کورنۍ څخه یو میلیون ډالر غوښتي وو.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي، خو پر دوی تور دی، چې ډیر ځله د اختطافګرو په نوم خپل مخالفین هم وژني.

له کاپیسا څخه خبري سرچينو ويلي، چې طالبانو د رحمت الله په نوم د درُنامې کلي يو اوسېدونکی له پينځو ورځو راهيسې بندي کړی او شکنجه کړی و، چې نن د همدغو شکنجو له کبله مړ شوی.

ويل کېږي، چې دغه کس د وسلو د لرلو په تور نیول شوی و.

د پروان له سالنګ ولسوالۍ څخه يو راپور څرګندوي، چې د نصرالدین په نوم د جمهوري نظام د ملي پوځ يو سرتيری نن د طالبانو له لوري د مقاومت ډلې سره د تړاو په تور نیولی.

طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

يو شمېر خبريالان شکایت کوي، چې طالبانو د دا ډول پېښو په رسنیز کیدو سخت سانسور او قيودات لګولي، چې له کبله ېې ډېرې پېښې نه رسنیز کیږي.

طالبان بيا داسې ادعاوې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب