سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونههلمند کې يوه مور د خپلو زامنو د خپلمنځي جنګ په خلاصون...

هلمند کې يوه مور د خپلو زامنو د خپلمنځي جنګ په خلاصون کې وژل شوې

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴ مه) ‏‏د ‎هلمند مارجې ولسوالۍ کې د لښتي پر سر شخړه کړې یو ورور پر بل ورور ډزې کړې دي.

د طالبانو ځايي چارواکي وایي، مور هڅه کړې چې د دواړو ورونو ترمنځ سوله وکړي؛ خو مور په شخړه کې په ګولۍ لګېدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

چارواکو د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په ټولنيزو رسنيو کې یو شمېر خلکو دغې پېښې ته توند غبرګون ښودلی او د عاملينو لپاره یې د مجازات غوښتنه کړې ده.

پرون طالبانو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د خپل پلار د وژلو په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړی و.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د تاوتريخوالي د ورته پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

اقتصادي ستونزې، د منظم پوليسي، عدلي او قضايي ارګانونو نه موجوديت او دغه راز د یوې افراطي ډلې له واکمنيدو سره د افراطي افکارو شدت د داسې پېښو اصلي سببونه ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. درنو هیوادوالو ! پورته تراژیډی او خواشینوونکی پېښه او دی ته ورته حوادث دا ټول مثالونه د تیری ناولی او بدمرغه جګړی رسوبات دی ممکن کلونه کلونه به له موږ نوری قربانی ګانی هم واخلی، ددی ډول فجیعه بار جنګ یوشمیر عواقب ډیر ورسته څرګندیږی مثلاً شل کاله وروسته به پروطن مطلقه بیسوادی او بیوزلی حاکمه وی، نو بهتره ده نور اجازه ورنکړو چی جګړه دوام وکړی په هر قیمت چی وی باید سوله وساتو تر څو دا بد بختی ختمه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب