شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهملا برادر د خپلو فعاليتونو د انعکاس لپاره يوه مياشتينۍ مجله پیل...

ملا برادر د خپلو فعاليتونو د انعکاس لپاره يوه مياشتينۍ مجله پیل کړه

تاند(شنبه، د جوزا ۱۴ مه) ‏‏د‌ طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د خپل‌ دفتر د فعاليتونو د انعکاس لپاره د « اقتصادي معاونیت مياشتينۍ» په نوم د‌ یوې مياشتينۍ مجلې خپرول پیل کړل.

د ملا برادر دفتر د دغې مجلې له عکس خپرولو سره لیکلي، چې په دې مجله کې به د اقتصادي کمیسیون فعالیتونه، پریکړې او لاسته راوړنې خپریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې پرته هم د طالبانو وياندويانو او اړوندو خبري رسنيو د نورو طالب مشرانو او ادارو په شان د ملا برادر او د هغه د دفتر خبرونه او فعاليتونه هم تل خپاره کړي دي.

ښاغلی برادر د طالبانو د لوی کندهار ډلې له مطرحو څېرو څخه دی، چې ویل کیږي د طالبانو نورو ډلو او په خاص ډول د لویې پکتیا ډلې ( حقاني شبکې) سره ژور اختلافات لري.

هغه سره له دې، چې د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال دی، خو د دوی په بهرنيو تعاملاتو او حتا امنیتي مسایلو کې ښکېل دی.

نوموړی څه موده مخکې د پنجشېر د جنګي وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولايت ته هم ورغلی و.

د‌ طالب مشرانو خپلمنځي رقابتونه او په هغې سلسله کې د خپل‌‌ کمپاین لپاره د مجلې خپریدو راپور په داسې حال کې دی، چې د ملګرو ملتونو د رسمي ارقامو له مخې تر ۲۰ میلیونو زیات افغانان په سخت فقر کې ژوند کوي او څه باندې یو میلیون ماشومان د سو تغذيې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. دتاندوالو کونی خارخ کوی دا دسیرلې چوچڼو ځامنو ته ترسو امتیاز ورنه کړل شی آرام نه کینی . طالبان یو دی پکتیا کندهار نه لری. خصوصاٌ دلویې پکتیا مجاهدین له کندهاری مجاهدینو سه هیچ نوع اختلاف نه لری. داتول سره ړونه دې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب