Homeخبرونهد بامیان د پخواني والي وريرونه ط - انو نیولي

د بامیان د پخواني والي وريرونه ط – انو نیولي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏له سمنګان ولايت څخه خبري سرچينو ويلي، چې طالبانو د بامیانو د پخواني محمد طاهر زهیر څو وريرونه نیولي او په هلیکوپټرو کې کابل ته لېږدولي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ياد شوي کسان پرون په دره صوف ولسوالۍ کې نیول شوي، خو شمېر یې نه دی معلوم.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طاهر زهیر د جمهوري نظام په وروستيو کې څه موده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او دغه راز د بامیان ولایت والي و.

د طالبانو له لوري د هغه د کورنۍ د غړو او نورو پخوانيو چارواکو او حکومتي منسوبینو د نیولو خبرې په داسې حال کې دي، چې طالبانو هېواد ته د افغان سياستوالو د ستنولو لپاره ارتباطي کميسيون جوړ کړی او سياستوال په هېواد کې ډاډمن ژوند ته را بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...