چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهډاکټر ځلاند: د عباس ستانکزي ملاقات کې مې ۴۷ دقیقې وژړل

ډاکټر ځلاند: د عباس ستانکزي ملاقات کې مې ۴۷ دقیقې وژړل

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏د طالبانو یو مشهور مدافع او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند، چې اوس د طالبانو د حکومتولۍ په منتقد بدل شوی، وايي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال یې ۴۷ دقیقې ژړلي دي.

نوموړي د خپلې دغې ژړا دليل نه دی روښانه کړی، خو له څرګندونو یې ښکاري چې د طالبانو له حکومتولۍ او کړنو ناراضه دی.

له دې سره، د دومره اوږدې ژړا ادعا د ټولنيزو رسنيو د يو شمېر فعالانو د بحث او پوښتنې وړ ګرځيدلې ده.

فيض محمد ځلاند په يوه بل ټویټ کې لیکلي:(( ‏۷۵ورځې وروسته، د ا.ا.ا کال پوره کیږي، ټولو وزیرانو، والیانو، ولسوالانو چې بې کیفایتۍ، نااهلۍ، د خپلوانو ګمارنه, د ورونو, اوښیانو، زامنو په ګمارنه کې دا کال پوره کړ، موږ به يې د رسوا کولو, د خيانتونو د برملا کولو ته پیل وکړو!یو کال هر ډول اصلاح ته کفایت کوي!))

هغه دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې څه موده مخکې شېر محمد عباس ستانکزي هم له طالبانو څخه د څو مياشتيني نا رضايتۍ او جلا وطنۍ او هېواد ته له راستنېدو سره په يوه عمومي غونډه کې د طالبانو پر ځينو کړنو توندې نيوکې وکړې.

ځينې شنونکي فکر کوي، چې له داسې څرګندونو سره د طالبانو په لیکو کې د یوه اصلاح غوښتونکي جريان د رامنځته کيدو نښې په څرګندیدو دي.

ځینې نور شنونکي بيا باور لري، چې طالبان او پلویان يې داسې نيوکې په مدیریت شوي ډول کوي او هدف یې دا دی، چې عام ولس د طالبانو د طبیعي مخالفینو له ملاتړ‌ او پیغامونو څخه را وګرځوي.

1 COMMENT

  1. اصلاً ډاکټر ځلاند د عباس جان سره په ۴۶ دقیقه ایز مجلس کی ۴۷ دقیقې وژړل
    چی
    پدې حساب د افغان مظلوم او ټکَول سوئ وولس د ډاکټر د ” یوې ” دقیقې د ژړا او اوښکو پوروړئ دئ.
    د سیاسی چنو بازار عجب تود دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی