یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحقاني: استاد سیاف او نور سياسي مخالفين دې هېواد ته ستانه او...

حقاني: استاد سیاف او نور سياسي مخالفين دې هېواد ته ستانه او خپلې غوښتنې مطرح کړي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر او د حقاني شبکې یوه مشر خلیل الرحمن حقاني د استاد سیاف په ګډون د طالبانو له سیاسي مخالفینو غوښتي، چې کابل ته ستانه او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

حقاني پرون د یوې خبري ناستې پرمهال دا غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې اروپا نه يو شمېر افغان علمي کادرونه هېواد ته ستانه شوي، چې دوی یې هرکلی کړی او د نورو افغانانو د ستنیدو هیله لري.

طالب وزير دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې ډېرو افغان سیاسي څېرو هېواد ته د دوی د ستنیدو په اړه د طالبانو په جوړ شوي کميسيون او تګلارې نیوکې کړي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخیل ويلي، چې طالبان د څه لپاره افغان سياستوال، په خاص ډول ښځې هېواد ته غواړي؟

د هغې په وینا د همدې لپاره، چې کرزي او عبدالله غوندې ېې نظر بند او هیڅ فعاليت ته پرې نه ږدي او که د يوه منتخب نظام، ګډ سوله ييز ژوند او ټولو ته د حقوقو د ورکړې پروګرام برابر شوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب