پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهجګړې او نوری پېښې، د ط - انو په ګډون د ۱۳...

جګړې او نوری پېښې، د ط – انو په ګډون د ۱۳ تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏ د افغانستان له مختلفو پېښو څخه تر لاسه شوي خبرونه ښيي، چې د جګړو او نورو پېښو له کبله ۱۳ تنه وژل شوي، چې ډېری يې طالبان دي.

ځايي سرچينو ويلي، چې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د مقاومت ډلې ځواکونو طالبانو سره جګړه پيل کړې، چې ځينې سيمې يې ورڅخه نيولي او ۶ طالبان وژل شوي.

بل لور ته، پنجشېر نه راپورونه وايي، چې د قاري حميدالله جاويد په نوم د طالبانو يو قومندان چې څو ورځې مخکې د عنابې ولسوالۍ په جګړه کې ټپي شوی و، وژل شوی دی.

کندز نه بيا راپورونه وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د مخکیني حکومت د ولسي پاڅونوالو یو قوماندان حبیب ناصري د خپلې کورنۍ د غړو په مخکې په ډزو وژلی دی.

هرات کې يو کس طالبانو د غلا په تور وژلی او جسد يې په دار ځړولی.

تخار کې یوه ۲۱ کلن ځوان په ډزو خپل ځان په ښکاري ټوپک وژلی، چې لامل يې نه دی په ډاګه شوی.

له غور څخه بيا د شخصي دښمنۍ له امله د دوو وروڼو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري ويلي، چې په چهار سده ولسوالۍ کې د دې پېښې په تړاو ۶ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

طالبانو د نورو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب