جمعه, مارچ 29, 2024
Home+تاریخ باید څنګه ولولو؟

تاریخ باید څنګه ولولو؟

لیکوال: ډاکترمبارک علي

ژباړن : اسدالله غضنفر

هر مورخ تاریخ له خپل لیدلوري لیکي. د هغه خوښې او ناخوښې د هغه په لیکنو باندې اثر غورځوي. دغه راز هر تاریخ په یوه خاص چاپیریال او خاصو حالاتو کې لیکل کیږي چې د پیښو په بیان او تفسیر دواړو باندې اثر پریباسي.

لوستونکي ته پکار ده چې د یوه تاریخ تر لوستو دمخه دوو ټکو ته پام وکړٍي: مورخ ته او د تاریخ لیکلو زمانې ته .

لوستونکی باید اول په دې پوه وي چې دغه تاریخ چا لیکلی دی؟ که مورخ وپیژنو نو د پیښو د تفسیر او تعبیر په اړه به د هغه خپل تمایلات رانه پټ نه پاتې نه شي.

مثلا پخوا اکثره مورخان درباریان وو. د دوی موقف ته توجه د دوی د نظریاتو په اړه قضاوت راته اسانه کولای شي.

له درباري مورخ سره دا جرات نه و چې په پاچا یا د هغه په حکومت باندې نیوکه وکړي. ده به پیښې داسې انتخابولې او بیانولې چې د خپل بادار واکمن سرلوړی یې پکې وشي. دغو مورخانو به ان د خپلو بادارانو په عیبونو کې هم کمالونه پیدا کول. مثلا په څورلسمه میلادي پیړۍ کې د ډیلي د سلطنت د یو پاچا فیروز شاه تغلق د وخت یو مشهور مورخ شمس سراج عفیف په خپل کتاب (تاریخ فیروز شاهي) کې د پاچا مدحې کړې دي. ده د فیروز شاه د زمانې فساد او رشوت ته له اشارې کولو پرته لیکلي دي چې یو ځل له یوه عسکر سره خپل اس نه و چې د عسکري معاینې په وخت یې منصبدار ته ورښکاره کړي. له ده سره دومره پیسې هم نه وې چې خپل منصبدار ته یې په رشوت کې ورکړي او جنجال ورته جوړ نه شي. کله چې فیروز شاه د عسکر له مشکله خبر شو، عسکر یې وروغوښت او یوه اشرفۍ یې ورکړه.

د معاینې له تیریدو وروسته، پاچا له عسکره پوښتنه وکړه چې معاینه سمه تیره شوه؟ عسکر ځواب ورکړ چې منصبدار ته له رشوت ورکولو وروسته یې اس حاضر حساب شو. پاچا وویل: الحمدالله .

فیروز شاه یو کمزوری پاچا و او د خپلو غلیمانو خلاف یې جدي اقدامات نه شو کولای. د پاچا له دې کمزورۍ درباري مورخانو اخلاقي فضلیت جوړ کړ. دوی لیکلي دي چې ده ځکه پوځي عملیا ت نه کول چې له جګړې او وینې بهولو یې کرکه وه. خو حقیقت دا دی چې کله یې ځان لاسبری لیدلی هاله یې د مخالف له وژلو مخ نه دی اړولی.

په واقعیت کې د فیروز شاه اداره له فساده ډکه وه او دی چې یو کمزوری اداره چي و، د فساد د ختمولو وړتیا یې نه لرله. ده چې د خپلو کلکو مخالفانو په خلاف اقدامات نه کول، معنا یې دا ده دی چې یو تکړه جنرال نه و.

له بلې خوا داسې مورخان هم وو چې دربار نه ساتل. ضیا الدین برني او عبدالقادر بدایوني همداسې مورخان دي. دوی دواړه د دربار له حمایته بې برخې وو او په دې ګیله من وو چې د لیاقت قدر یې نه دی شوی. دوی د دربار د همدې بې پامۍ په مقابل کې خپل معاصر واکمنان په شدت سره غندلي دي. لوستونکی د دوی او د دوی د زمانې د درباري مورخ ابوالفضل په تاریخونو کې اختلافونه په اسانۍ سره پیدا کولای شي. ابوالفضل د اکبر پاچا د شخصیت ستاینې کړې دي خو برني د اکبر په شخصیت کې رنګ رنګ کمزورۍ لیدلي دي.

د لوستونکي لپاره بله مهم ټکی چې باید پام ورته وکړي دا دی چې دا تاریخ په کومه زمانه کې لیکل شوی دی ؟ مثلا د امویانو تاریخ په هغه وخت کې نه دی لیکل شوی چې دوی په قدرت کې وو. اموي تاریخ د عباسیانو په زمانه کې چې امویان یې له تخته راکوز کړي او د هغوی ځای یې نیولی و، کښل شوی دی. دغه راز د سوریانو تاریخ هغه وخت ولیکل شو چې مغول د هندوستان په تخت باندې ناست وو. همدا وجه ده چې نه امویانو او نه سوریانو داسې خواخوږی مورخ وموند چې دفاع یې وکړي. ابوالفضل چې هر ځای شیرشاه یادوي نو شیرخان یې بولي چې د قبیلې د مشر معنا لري نه د پاچا. دغه راز ابوالفضل هیمو یو بقال (معمولي دوکا ندار) بولي او د یو جنرال او اداره چي په توګه د هغه په لیاقت باندې سترګې پټوي. د هیمو ماتې د دې سبب شوې ده چې د هغه وخت په تاریخونو کې محترم ځای ونه مومي.(هیمو د هند د شپاړلس پیړۍ یو هندو امپراطور دی چې مغولو ماتې ورکړه.)

د لاسبرو او فاتحو کورنیو مورخانو مات شوي واکمنان یا غندلي دي ا ویا یې په هیڅ کې حساب کړي دي. د مغولو د دربار مورخانو د خپلو بادارانو د حکومت د مشروع ښودلو لپاره، ابراهیم لودي چې په پاني پت کې یې ماتې وخوړه ، یو کمزوری او نالایق واکمن انځور کړی دی. دغو مورخانو په دې حقیقت سترګې پټې کړې دي چې بابر بې له دې چې ابراهیم لودي ورته کومه پلمه په لاس ورکړي او ویې لمسوي، په هند یرغل وکړ. دغو مورخانو دغه حقیقت هم له پامه غورځولی دی چې ابراهیم لودي د خپل سلطنت او خپل حیثت د دفاع په لاره کې په میړانه وجنګید او ووژل شو .

کله چې د یوې زمانې مورخ د تاریخ حقایق بدل کړي، د راتلونکي وخت مورخانو ته ډیره سخته شي چې رښتیا له دروغو رابیل کاندي. عباسي مورخانو حجاج بن یوسف یو وینه بهوونکی ، بې رحمه او وحشي کس معرفي کړی دی، او د هغه د کار او شخصیت په مثبتو اړخونو یې سترګې پټې کړې دي. د عباسي مورخانو د دې کار نتیجه دا ده چې ان تر ننه پورې حجاج هماغسې راښکاري لکه خپلو مخالفانو چې راپیژندلی دی.

معاصر تاریخونه هم د حقایقو د پټولو او دروغ ویلو له عیبه پاک نه دي. د هند په تاریخ لیکنه کې دغه کمزوري له ورایه وینو.هغه تاریخ چې د شرقي هند کمپنۍ په سیوري کې لیکل شوی دی، د کمپنۍ په لاس د هند نیواک او په هند باندې د کمپنۍ حکومت سم ګڼي او توجیه کوي یې . دلته لولو چې د هندي سیمو واکمنان عیاش او بې لارې کسان وو او په همدې وجه کمپنۍ سم کار وکړ چې د دوی تر واک لاندې سی یې په خپل قلمرو کې شاملې کړې. دغه تاریخ د ۱۸۵۷ کال پیښه فتنه او بغاوت بولي او کله چې سوارکار( هندي مبارز چې په ۱۸۸۳ کې وزیږید او په ۱۹۶۶ کې وم) نوموړې پیښه د ازادۍ جګړه وبلله، او په همدې نوم یې کتاب خپور کړ، په کتاب باندې یې سمدستي بندیز ولګید.

که لوستونکی دغو دوو ټوکو ته چې خبرې ورباندې وشوې، د تاریخ د مطالعې په وخت پام وکړي، نو په تاریخ باندې پوهیدا به ورته اسانه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب