شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمتقي: په افغانستان کې هیڅ بهرنی جنګيالی نشته

متقي: په افغانستان کې هیڅ بهرنی جنګيالی نشته

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د بهرنيو جنګياليو د موجوديت ادعاوې رد کړي دي.

د نوموړي تر واک لاندې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون کې وويل، چې په په دې اړه ادعاوې په کلکه ردوي.

د‌ ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل ديارلسم څارونکي راپور کې دا هم راغلي، چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري هم د طالبانو له لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده سره بیعت کړی دی.

د‌ طالبانو په اعلامیه کې راغلي :« د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارونکې ډلې دیارلسم راپور، چې په افغانستان کې د بهرنيو ډلو د حضور او فعالیت په اړه دی، بې بنسټه ګڼي او په شدت سره ردوي ».

د‌ دغه وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز زياته شوې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته د افغانستان له خاورې د هر ډول خطر رسيدو مخنیوی شوی او اوسني دولت په تېرو نهو مياشتو کې تل هڅه کړې، څو د نړۍ او سيمې له هېوادونو سره د اعتماد فضا رامنځته شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي :« اسلامي امارت يو ځل بيا پر خپلو ژمنو ټينګار کوي او ډاډ ورکوي، چې هيچا ته د افغانستان له خاورې د چا خلاف د استفادې اجازه نه ورکوي».

 طالبانو دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په ملګرو ملتونو کې د دوی استازی ومني، څو د افغانستان پر حقایقو پر وخت او ښه ډول خبر شي.

طالبانو مخکې هم په دې اړه ادعاوې رد کړې وې، خو د مختلفو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو ډلو د موجوديت پرله پسې ادعاوې شوي دي.

3 COMMENTS

  1. له یوې خوا د پاکستاني ټالبانو او د آی اس آی د مشرانو ترمنځ روغه جوړه کوئ او له بلې خوا د خارجي افراطی ډلو له موجودیته انکار. تاسو په حقیق کې پر خپل ځان عرېضه کوی.
    ستاسو په موجودیت کې افغانستان داسې ښکاري لکه په یوه لوی بحریا سمندر کې یوه کوچنۍ ، خطرناکه او منزوي جزیره چې نړیوال هلته له وحشي ځناورو له ډاره نشي ورتللی .

  2. متقي صیب دروغ مه وایه.
    زه دلته په کونړ کې اوسیږم، دلته دا مهال عرب او پاکستاني شتون لري چې مدرسې یې جوړې کړي دي او د پښتنونخوا د پښتنو مشرانو د ترور او په کشمیر کې د هندي ځواکونو د برید لپاره روزنې تر لاسه کوي. ځان خبر کړه !!
    الله دې خیر کړي بیا به د نړۍ څومره ښکرور زموږ په ترهګرپاله هیواد یرغل کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب