Homeخبرونهترکیه په کابل کې د يتيمانو لوی روزنتون جوړوي

ترکیه په کابل کې د يتيمانو لوی روزنتون جوړوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) د ترکیې د “آی‌ایچ‌ایچ” بنسټ د اسيايي څانګې مشر عبدالله په کابل کې د يتيمانو د يوه لوی روزنتون د جوړولو د پلان خبر ورکړی.

نوموړي د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منير سره د ليدنې پر مهال دا خبره کړې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت ويلي، چې د ياد شوي روزنتون ځمکه به دوی برابروي او پکې ساختماني چارې به د ترکيې ياد شوی بنسټ تر سره کړي.

سرچینې په دې اړه له ډېرو جزییاتو پرته ويلي، چې د روزنتون د ودانۍ له جوړېدو سره به د روزنتون ودانۍ د طالبانو پوهنې وزارت ته په واک کې ورکړل شي.

د ترکیې د ياد شوي بنسټ استازي کابل ته د سفر پر مهال له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره هم ليدلي او په مختلفو برخو کې ېې د همکارۍ ژمنې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...