Homeخبرونهتورخم کې د ډبرو سکرو پر موټرو بندیز ولګول شو

تورخم کې د ډبرو سکرو پر موټرو بندیز ولګول شو

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) ‏د طالبانو د ماليې وزارت ویلي چې له دې وروسته د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

یاد شوي وزارت ویلي چې دغه اقدام د ‎تورخم ګمرک له لارې د تازه مېوو د صادرېدو او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره شوی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه وزارت پریکړه کړې ده چې له دې وروسته به د ډبرو سکرو موټرې د پکتيا، پکتیکا او خوست ولايتونو د بندرونو له لارې انتقالیږي.

دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې په وروستيو کې د طالبانو حکومت پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي او په نړیواله کچه د ډبرو سکرو بيې لوړې شوي دي.

په وروستيو کې د طالبانو يو شمېر چارواکي له هېواده د ډبرو سکرو په ګډون د مختلفو معادنونو په ناقانونه استخراج او قاچاق تورن شوي دي.

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده نن د کانونو او پټرولیم وزارت څلور مرستیالان له دندو ګوښه او پر ځای یې نور طالبان ټاکلي دي.

3 COMMENTS

  1. د معدنونو لیلام او چور له ګران افغانستان سره ملي خیانت دی . معدنونه او کانونه د افغانستان ملي سرمایه او د بیت المال یوه برخه ده . ترهغو پورې چې افغانستان کې یو مسؤل دولت نه وي جوړ شوی ، د کانو استخراج ، قاچاق او پلور له وطن سره خیانت دی . عاملین یې باید د ملي خائنینو په توګه مجازات شي .
    له بلې خوا د دغو موټرو وزن ستندرد نه دی . باروړونکې لارۍ د هغه اضافه بار له امله چې د افغانستان پر سرکونو تګ راتګ کوي ، سرکونو او لویو لارو ته ویجاړونکې صدمه او ضرر رسوي ، لکه د کابل کندهار هرات جاده ، د کابل لوګر خوست لارې هم ورانوي .

  2. د افغانستان کوئله د شګې په نرخ !!

    په نړۍ وال مارکيټ کښې د کوئلې نرخ 330 ډالر ېعنې 66000 روپې پاکستانې دې د تېر شپږ مياشتې نه د افغانستان نه پاکستان ته د کوئلې سوداګري ډېره زياته کړې شوې او د ورځېَ په کچ څه پينځلس زره ټنه کوئله پاکستان ته راځي خو دغه کوئله د شګې په نرخ ېعنې په 3000 افغانې ټن خرڅول شي سره ددې نه چې د افغانستان کوئله د ګرمائش په حواله ډېره معياري ده .
    د افغانستان نه څه پينځه دېرش کپمنۍ د کوئلې سوداګري کوي خو ستونزه داده چې د آسټراليا نه راتلونکي کوئله ډېره په ګران نرخ راځي ځکه د هغې په ځائې د افغانستان کوئلې ته پام وراوښتې خو د دغه کوئله ډېر په کم نرخ اخيستل شي بلخوا دغه کوئله کارونکو کارخانو ته دغه د درې زره افغانۍ کوئله په څلريشت زره کالدارو خرڅول شي 85 ډالر ېعنې 17000 کالدارې پدغه ېو مېټرک ټن کوئله د پاکستان له خؤا ټېکس اخيستل کېږي د زړو کانونو سره د سمنګان ، پغمان ، او ځنې نورو سيمو د کوئلې نوې زېرمې هم راسپړدل شوي د پښتونخوا وطن د کوئلې هم نزدې دغه چورتالان روان دی.

  3. مونږ خو د همدې لپاره چیغې وهو چې ترکاڼي د بیزو کار ندی ، او هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه . خو که ملا شاه ګل ئې ومني .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...