چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+روغتیا او د اقلیم بدلون

روغتیا او د اقلیم بدلون

ژباړه: فضل الدين احسان بنوزی

هوا او اقليم دواړه د بشر د روغتيا اساسي فکتورونه (هوا،غذا او اوبه) متاثره کوي اوهمدارنګه د تودوخې درجه، د سيلابونو رامنځته کيدل، توفانونو واقع کيدنه او د ساري ناروغيو انتقال متاثره کوي. د نړي اقليم د مختلفوطبعي او انساني اسبابو لکه Fossil fuel (طبعي ګاز، پټرول، نفت)، صنعتي او کرنيزو عمليو په نتيجه بدليږي، دغه اسباب اتوموسفير ته کاربن ډای اوکسايد او نور شين خونيزه ګازات ورکوي. په نړيواله کچه د اقليم بدلون تاثيرات او اغيزې له دوامداره سيلابونو، د تودوخې درجې شدت، وچکالي، د سمندر د سطحې لوړوالی او تيزابي کيدل، د تودوخې درجې زياتوالئ او په اورښت کې بدلون څخه عبارت دي. انسانانو په مستقيم ډول سره ( تودوخه، اورښت، د سمندر د سطحی لوړوالی او نورو شديدو حادثو) کې بدلون تر اغيزې لاندې راولي او په غير مستقيم دول سره په پرلپسی توګه د اوبو، هوا او غذا په کيفيت کې هم بدلون مينځ ته راوړي او برسيره پر دی په ايکوسيستم، کرنه، صنعت، اقتصاد او د انسانانو په استوګن ځای کې هم د تغير او بدلون سبب ګرځي.

مستقيمې او غير مستقيمې اغيزې کيدای شي چې د انسانانو د مړينې، معيوبي او اخته کيدنې سبب شي. نړيواله روغتيائي اداره (WHO) د يوه اټکل له مخې په نړيواله سطحه د نړی د اقليم بدلون د اغيزو په اثر ۱۵۰۰۰۰ انسانان د مړينې سبب ګرځي. IPCC په ښکاره ډول سره ديوه راپور له مخې ښودلې ده چې په نړيواله سطحه د اقليم بدلون په نړئ کې د ناروغۍ د اخته کيدنې او په خاص ډول سره په ماشومانو کې د زياتې مړينې سبب ګرځي.

دواړه پرمختللي او پرمختيائي هيوادونه د اقليم بدلون د منفي اغيزو پواسطه متاثره کيږي چې دغه منفي اغېزې يې عبارت له اوږدمهاله سيلابونه، په افريقااو جنوبي اسيا کې سخته وچکالي، په اروپا کې د تودوخې شدت ښودل شوې دي. د اقليم بدلون اکثره اغيزې په هغه استوائي او نيمه استوائي هيوادونو واقع کيږي چې د غربت لوړه کچه ولري. هغه هيوادونه چې ضعيفه روغتيا سيستم لري لکه بنګله ديش او افغانستان چې د German watch د څيړنې له مخې بنګله ديش او افغانستان په نړئ کې يواځنی هغه هيوادونه دي چې د اقليم بدلون په مقابل کې ډير حساس دی او او د اقليم بدلون څخه زيات په خطر کې دي ځکه چې په بنګله ديش کې عموماً ښځې ډيرې زياتې بې وزله دي ، همدارنګه په دغو دواړو هيوادونو کې  د نفوس زيات تراکم، د تعليمي کچې کموالی، په لوړه درجه غربت، د منابعو کمزوری تنظيم، نا مناسب بنسټيزې اسانتياوې ټول هغه فکتورونه دي چې دواړه هيوادونه يې د خطرونو سره مخ کړي دي.

د تودوخې شدت او د هوا د ککړتيا اغيزې په روغتيا باندې:

د اقليم بدلون پواسطه دغه ډول اغيزې هغه وخت مينځ ته راځي کله چې د ښارونوپه جغرافيي ساحو کې پراخوالی راشي چې په نتيجه کې نباتي فرش ساحه کميږي او د تودوخې شدت زياتيږي. د تودوخې په واسطه مړينه په دواړو حالاتو کې يعنې په لوړه او ټيټه تودوخه کې واقع کيږي  هغه خلک چې په ډيرو ګرمو ساحو کې ژوند کوي د ټيټې تودوخې په مقابل کې ډير حساس وي او هغه خلک چې په ډيرو يخو ساحو کې ژوند کوي په هغوی باندې د تودوخې ډيره لوړه تودوخه بد اثر کوي يعنې ورسره حساسيت ښيي. د تودوخې د شدت پواسطه متاثره کيدل د اقتصادي او اجتماعي فکتورونو پورې اړه لري لکه د نامناسب پټنځای او نور. د تودوخې د شدت پواسطه اکثره د زيات عمر لرونکي خلک او هغه کسان چې له مخکې  په ناروغۍ اخته وي په غير متناسب ډول سره متاثره کيږي او په اساسي ډول سره دزړه په ناروغۍ، دماغي ناروغۍ او تنفسي ناروغيو پواسطه اخته او مړه کيږي د نمونې په ډول په ۱۹۹۵ کال کې په شيکاګو کې د تودوخې د شدت له کبله ۵۱۴ کسان ووژل شول.

د اقليم بدلون له کبله د سمندر د سطحې لوړوالی:

د اقليم بدلون له امله د سمندر د سطحې لوړوالی ددې سبب ګرځي چې پراخه سيلابونه رامنځته کړي . د نړی د سمندرونو هغه ساحلونه کوم چې په ټيټو ساحو کې پراته وي د سمندر دسطحې د لوړالي پواسطه ډير متاثره کيږي او ښودل شوې ده يعنې د احصائې له مخې په ۲۰۸۰ کال کې کله چې  د نړئ د سمندر سطحه ۴۰ سانتي متره پورې لوړه شي نو د نړۍ هغه هيوادونه چې په سواحلو کې موقيعت لري په سواحلو کې پراته خلک به يې د سختو سيلابونو او طوفاني څپو د خطر سره مخ شي . په سواحلو کې پراته  هيوادونه عبارت دي له ويتنام، بنګله ديش، مصراو په خاص ډول سره واړه ټاپوګان ډير په خطر کې دي.

څيړنې ښيي چې هغه خلک چې د سمندرونو په سواحلو کې پراته دي د سمندر د سطحې په لوړيدلو سره   مهاجرت وکړي . د نړۍ د ۲۰ غټو ښارونو څخه ۱۳ غټ ښارونه به د سمندر د سطحې ښکار شي. Nicholls او Leatherman ښودلې ده چې که چيرته د سمندر سطحه تر يو متر اندازې پورې لوړه شي نو د چين په هيواد کې به ۱۸.۶ ميلونه انسانان، په بنګله ديش کې به ۳.۳ ميلونه انسانان، په مصر کې به ۳.۵ ميلونه انسانان او په اندونيشيا کې به ۳.۳ ميلونه انسانان ته مرګ ژوبله واړوي .هغه خلک چې د سيلابونو او طوفانونو پواسطه مهاجر شوی د مناسبو پناه ګاوو او منابعو د نشتوالی له کبله به ددوئ روغتيا او صحت د خطر سره مخ شي.

سيلابونه او د اقليم بدلون:

سيلابونه اکثره د اقليم بدلون پواسطه په هغه سيمو کې رامنځته کيږي کومې سيمې چې د سيلابي زوړنده سيندونه لري  لکه مرکزي امريکا، اروپا، جنوبي اسيا او چين . په نړيواله کچه به  سيلابونه د نړۍ زياتره هيوادونو ابخيزې سيمې متاثره کړي. د اقليم بدلون د سيندونو د سيلابي کيدلو خطر هم زياتوي .د اقليم بدلون دچټکو او لويو سيلابونو سبب ګرځي چې په نتيجه کې په زياتې اندازې سره مرګ ژوبله  رامنځته کړي او همدارنګه د سيلابونو د پاکو د ککړتيا سبب ګرځي چې په نتيجه کې به د ککړو اوبو د څښلو پواسطه ساري ناروغۍ زياتې شي لکه کولر او هپيټايټس A او نور. شديد باران او د هغه جريانات د زهرجنو ډيرانو، د تشنابونو د ګندګيو او د کرنيزو ساحو څخه زهرجن مواد او نور مضره مواد  راوړي او پاکې اوبه ککړوي چې په نتيجه کې زيات انسانان مړه او ناروغ کړي، شديد باران شايد د پتوجنو لکه Cryptosporidia او Giardia انتقال او خپريدنې ته تغير ورکړي . تودوخه شايد د دوی وده او ژوندي پاتي کيدل متاثره کړي.

د اقليم بدلون ، وچکالي او سوی تغذيه:

جنوبي افريقا، ختيځه افريقا ، د لاتيني امريکا ځينې برخې او مرکزي اسيا هيوادونه هغه سيمې دي چې د وچکالي او ناخوندي خوړو د خطر سره مخ دي او همدارنګه نشي کولاي چې د ضرورت وړ خواړه پوره کړي.  IPCC ښودلې ده چې په اکثره استوائي او نيمه استوائي ساحو کې د وچکالي په اثر د کرنيزو حاصلاتو توليدات کم شوي دي.

د اقليم بدلون به د اوبو د کمبود په نتيجه کې په هغو نيمه استوائي سيمو کې زيات خلک متاثره کړي چې د اوبو د قهتي سره مخ دي.اوس تقريباً د ۳/۱ برخه يعنې ۱.۷ ميلونه خلک په هغو هيوادونو کې پراته دي کوم چې د اوبو د قهتي سره مخ دي ، تر ۲۰۲۵ کال پورې به دغه شميره ۵ ميلونه ته ورسيږي.

سره ددې  چې د نړئ د پرمختګ په نتيجه کې د نباتاتو پرمختللې ورايټيانې او د اوبو لګولو سيستمونه جوړ شوي چې ترڅو لوړ حاصلات رامنځته کړي خو بيا هم په نړی کې قهتي او لوږه موجوده ده ،د FAO د احصائي په اساس ۷۹۰ ميلونه انسانان يواځې په پرمختيائي هيوادونو کې د نيمګري يا بی کيفيته خوړو سره مخ دي . تقريباً نيم نفوس په  مرکزي، جنوبي او لوديځې افريقائي هيوادونو کې د  بی کيفيته خوړو ښکار دي نو ځکه دغه ساحې ډيرې زياتې د خطر سره مخ دي.

د اقليم بدلون او په لوړو ساحو کې ملاريا ناروغۍ:

ختيخ افريقا د نړي د هغو سيمو څخه ده چې د ملاريا ناروغۍ تر زياتې اغيزې لاندې ده او د اقليم بدلون پواسطه  ډيرې متاثره شوې ده. ساري ناروغيو (ملاريا او ډينګي تبه) په عمومي ډول سره په مناسبو محيطي شرايطو کې د يوه انسان څخه بل انسان ته انتقاليږي. ارتروپودا د حيواناتو فايلم لکه غوماشي، مچان او نور حشرات ټول د سړې وينې لرونکي حشرات دي نو ځکه د تودوخې او رطوبت د ناڅرګنده تغيراتو په مقابل کې حساس دي . موږکان او نور غير انساني تي لرونکي حيواناتو کوربه هم د خپل هبيټاټ او د محيطي شرايطو پواسطه متاثره کيږي.

د اقليمي فکتورونه لکه توروخه ، اورښت د ملاريا انتقال او خپريدنه متاثره کوي ، نو ددې زيات امکان شته چې د ملاريا ناروغۍ په غرنيو سيمو او صحرايي سيمو کې زياته شي. د افريقا په اکثره غرنيو سيمو کې د ملاريا ناروغۍ شدت زيات شوی ده. د ملاريا د ناروغۍ د انتقال لپاره په محيطي شرايطو کې کم بدلون ددې سبب ګرځي چې زيات خلک د ملاريا په ناروغۍ اخته کړي او د افريقا هغه سيمې چې پخوا د ملاريا ناروغۍ پکی شتون نه درلود د اقليم بدلون پواسطه ددې امکان شته چې د ملاريا ناروغۍ پکې راڅرګنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب