پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپکتيا او ننګرهار کې لسګونه مېله وسلې نیول شوي

پکتيا او ننګرهار کې لسګونه مېله وسلې نیول شوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) د طالبانو د حکومت چارواکو په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې د لسګونه میله وسلو او په تور یې د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی.

په پکتیا کې د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې له یو کور څخه یوه پېکا، دوه راکیټ، پنځه دېرش کلاشینکوفونه او نور بېلابېل مهمات ترلاسه کړي دي.

بل لور ته: په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر وايي چې په دغه ولایت کې د عملیاتو په پایله کې یوه دهشکه، یوه پېکا، یو راکټ،۲۴ کلاشینکوفونه، ۳ ام ۱۶ وسلې او شل ماینونه ترلاسه شوي او په تړاو یې شپږ تنه هم نیول شوي دي.

د وسلو د نيولو په اړه دا خبرونه په داسې حال کې دي، چې په وروستيو کې پاکستان ته د وسلو او مهماتو د قاچاق او دغه راز د طالبانو خلاف په يو شمېر نورو سيمو کې هم د وسله والو هڅو خبرونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب