دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد‌ پېښور هنري ټولنو د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان سندرغاړو د...

د‌ پېښور هنري ټولنو د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان سندرغاړو د نیولو خلاف لاريون وکړ

تاند(دوشنبه، د جوزا ۹ مه) د پښتونخوا د پېښور دوو هنري ټولنو ( مفکوره او هنر کور) نن د حیات روغاني او امجد شهزاد په مشرۍ د پاکستاني پولیسو لخوا د یو شمېر افغان سندرغاړو د نیولو خلاف لاريون وکړ.

لاريون والو په داسې حال کې، چې اتڼ ېې کاوه او سندرې ېې ویلې له پاکستاني پولیسو وغوښتل چې د افغان سندرغاړو او نورو پناه غوښتونکو خلاف له ناوړه چلند څخه لاس په سر او نیولي افغان سندرغاړي را خوشې کړي.

لاريون والو غوښتنه وکړه، چې په پاکستان کې د ناقانونه استوګنې په پلمه نیول شوي څلور افغان سندرغاړي دې ژر خوشې او پاکستان دې په ټوله کې افغان پناه غوښتونکو سره،‌ چې د طالب واکمنۍ د وژلو او ځورولو له ګواښه پاکستان ته را اړوي، ښه چلند وکړي.

د لاريون په پریکړه لیک کې راغلي، چې پاکستان خپله افغان پناه غوښتونکو ته د ويزو ورکړه او تمدید ستونزمن کړی او دوی په ټولو برخو کې د ګاونډيتوب او اسلامي اړيکو له مخې افغانانو سره د نیک چلند غوښتنه کوي.

د لاريون يوه سمبالوونکي حیات روغاني وويل، چې پاکستاني پوليسو د نيول شوو افغان سندرغاړو د ژر خوشې کیدو ژمنه ورسره کړې او که دا ژمنه پوره نه شي،‌ دوی به په اسلام اباد کې پرلت ووهي.

1 COMMENT

  1. د‌ پېښور هنري ټولنو د پاکستاني پولیسو لخوا د افغان سندرغاړو د نیولو خلاف لاريون وکړ.
    تر پورتني عنوان لاندې خبر کې دا معلومه نه ده چې نیول شوي سندرغاړي څوک او څه وخت نیول شوي دي. د دې څلورو سندرغاړو د نیول کیدو جرم فقط همدا دی چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسیدل، که داسې وي دا څلورڅلویښت کاله په میلیونونو افغانانو هالته د کوم قانون له مخې ژوندکاوه او یا يي کوي. په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب