یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې پر ملا یعقوب درنه چاودنه شوې

ننګرهار کې پر ملا یعقوب درنه چاودنه شوې

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) ‏‏‏د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننگرهار ته په سفر کې د دغه ولايت غني خېلو، اچين، نازيانو ، مهمندرې، لعلپورې او ګوشتې ولسواليو فرضي کرښې له نږدې ليدلي.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې نوموړي له ولسونو سره په غونډه کې ویلي چې ولس ته د ډاډمن امنيت او ‏هوسا ژوند برابرولو په برخه کې هر ډول قربانيو ته که د سر او مال په بيه هم وي، چمتو دی.

له دې سره، ځايي سرچينو تاند ته وويل، چې د دغه سفر په جریان کې پر ملا یعقوب مجاهد درنه چاودنه شوې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ملا یعقوب له دې چاودنې ژغورل شوی، خو نورو کسانو ته ېې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د جلال اباد له شيرزي لوبغالي څخه يوه ويډيو هم خپره شوې، چې ګومان کېږي له چاودنې وروسته حالت دی.

په دغه ویډیو کې ملا یعقوب په اوتر او رنګ الوتي حالت کې د یو شمېر طالب جنګياليو لخوا په کش و ګير د خلکو له منځه ويستل کيږي، خو نوموړی پکې روغ معلومیږي.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ويل کيږي، چې د طالبانو د پخواني لوی مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلين پر غونډې د تېرې اونۍ د چاودنې اصلي هدف هم ملا یعقوب و.

د کندهار او لویې پکتیا د طالبانو ( حقاني شبکې) د اختلافاتو له شدت سره د ملا یعقوب خلاف د ورته چاودنو تر شا د حقاني شبکې د لاس لرلو ادعاوې کیږي، خو په رسمي ډول د طالبانو دغو دوو ډلو څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب