Homeخبرونههرات کې د طانو رينجر او ننګرهار کې د واده پر کاروان...

هرات کې د طانو رينجر او ننګرهار کې د واده پر کاروان ډزې مرګ ژوبله اړولې

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) ‏‏ له هرات او ننګرهار ولايتونو څخه په دوه جلا راپورونو کې طالبان د ملکي مرګ ژوبلې مسوول ګڼل شوي.

د هرات د حوزوي روغتون سرچينې وايي، چې د هرات ښار د پینځمې ناحیې له پرونۍ پېښې چې د طالبانو رینجر موټر پر عامو خلکو ختلی،‌‌ دوه جسدونه او ۹ ټپيان ورته راوړل شوي دي.

ويل شوي، چې په وژل شويو کې يو کراچۍ چلوونکی هم شامل دی.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو دا یې له بيا واکمنیدو سره په هرات کې د خپلې بڼې درېیمه پېښه ده.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې بیا د طالبانو د یوه امنیتي چیک پینټ ساتونکو د واده پر کاروان ډزې کړي، چې د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

ځينو سرچينو په دې ډزو کې د واده د ناوې په ګډون د څو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی، خو ځینې نور وايي چې د واده هلک، د هغه ورور او یو بل تن ټپیان شوي دي.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو خلکو پرې توند غبرګونونه پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...