یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط انو فراه کې د لسګونه جريبه ځمکې بنګ واړول

ط انو فراه کې د لسګونه جريبه ځمکې بنګ واړول

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) ‏‏د ‎طالبانو ځواکونو د ‎فراه په پشترود او فراه رود ولسوالیو کې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي بنګ واړول.

طالب چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ويلي چې دا اقدام یې په ټول هېواد کې د نيشه يي توکيو پر کرکیله، پېر، پلور او کارونې د بندیز په اړه د خپل‌ لوی مشر ملا هیبت الله د فرمان د تطبيق لپاره اخيستی دی.

مخکې طالبانو په هلمند او ځینو نورو سيمو کې له لسګونه جریبه ځمکې څخه د کوکنارو فصل د اړولو خبر هم ورکړی و.

د طالبانو له دغه فرمان څخه څو ورځې مخکې د‌ ايران چارواکو هرکلی وکړ او ژمنه ېې وکړه، چې د افغان کروندګرو د بديل معيشت په برخه کې به مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مخالفین بیا د نيشه يي توکيو پر وړاندې د دوی اقدامات غولوونکي بولي او زياتوي، چې دوی خپله د نيشه يي توکيو لوی کاروباريان دي او په داسې اقداماتو د نيشه يي توکيو بیه پورته بيايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب