Homeخبرونهد غور د دولتي کارکوونکو يو فيصد معاش جبرآ مدرسو ته ټول...

د غور د دولتي کارکوونکو يو فيصد معاش جبرآ مدرسو ته ټول کړای شو

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) په غور کې د طالبانو ځايي چارواکو د دولتي بنسټونو د کارکوونکو د مياشتيني معاش يو فيصد جبرآ د مدرسو د لګښتونو په نوم ورڅخه ټول کړی دی.

ځايي چارواکو بيا د دې موضوع د تاييد ترڅنګ په دې کار کې اجبار رد کړی او ویلي، چې کارکوونکو په خپله خوښه مدرسو ته د خپلو معاشونو فيصدي ورکړې ده.

په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس ويلي، چې د يو فيصد معاش د ټولولو پريکړه د دې ولايت په اداري غونډه کې شوې ده.

غور د افغانستان له ډېرو محرومو ولايتونو څخه دی، چې خلک يې له ډېرو اقتصادي ستونزو شکايتونه لري.

طالبانو له ټول اقتصادي ناورين سره د هېواد په هره ولسوالۍ کې د نوو مدرسو د جوړولو پریکړه کړې ده.

تر اوسه د دغو مدرسو د مالي سرچينو په اړه څه نه دي ويل شوي.

خلک‌ تشویش لري، چې د نوو مدرسو لګښتونه طالبان پر دوی جیري نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...