Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان کې اقتصادي ناورين، ۲۴ ساعتو کې يو ليټر تيل ۳۰ روپۍ...

پاکستان کې اقتصادي ناورين، ۲۴ ساعتو کې يو ليټر تيل ۳۰ روپۍ ګران شول

تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) په پاکستان کې د اقتصادي ناورين له دوام او شدت سره، د تېلو په بيه کې په يوه شپه او ورځ کې ۳۰ روپۍ زياتوالی راغلی.

خبري سرچینې وايي، چې په دې هېواد کې د تيلو (پټرول، ډيزلو) په بيو کې د يوه ليټر په سر ۳۰ روپۍ زياتوالی راغلی.

خلکو دغې ګرانۍ ته توند غبرګونونه ښودلي او د حکومت پر ضد یې توندې نیوکې کړي دي.

دپاکستان د ماليې وزیر مفتاح اسماعيل ويلي، چې هېواد يې له مالي تاوان سره مخ دی او دغه ګام د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) څخه د پور/ قرض اخيستو لپاره اخيستل شوی دی.

پاکستان کې د ۳۹ روپو ګرانولو سره د يو ليټر پټرولو بيه ۱۷۸ روپو ۸۶ پېسو ته رسېدلې ده، ډيزل ۱۷۴ روپۍ ۱۵ پېسې، ده.

په دغه هېواد کې د ډالرو بیه هم په بېساري ډول لوړه شوې او ۲۰۴ پاکستاني کلدارو ته د يوه ډالر بيه‌ ختلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...