شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په افغانستان باندې د پاکستان د بد اقتصادي وضعیت اغېز او حل...

په افغانستان باندې د پاکستان د بد اقتصادي وضعیت اغېز او حل لارې یې

لیکنه: عبدالجبار وحدت

په اقتصادي لحاظ د هیوادونو وارداتي اتکا نهایت زیات زیان کوي، دا ځکه چې د یوه هېواد د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره مستقیما بل هېواد زیانمن کېږي. له بده مرغه چې موږ په دا وروستیو کې په اقتصادي لحاظ په پاکستان نهایت زیات متکي شوي وو او عملا یې وینو چې پاکستان په اقتصادي لحاظ یو ډېر خراب طرف ته روان دی، هلته انفلاسیون نهایت زیات شوي دی، inflation Rate یې په بې سارې ډول پورته تللی دی، نو تاسې فکر وکړئ چې د پاکستان اجناس چې د ترانسپورت او ګمرک له ټولیزو لګښتونو سره به دلته په افغانستان کې څومره په لوړ قېمت تمام شي، موضوع واضح ده، څو چنده به لوړ تمام شي.

له بلې خوا  دلته یو ډېر بد اقتصادي وضعیت شتون لري، چې په اقتصادي ټرمینالوژي کې (Stagflation) ورته وایي چې هم انفلاسیون دی (مانا قېمتونه لوړ دي ) او ورسره په څنګ کې بېکاري په خپل اوج کې ده ، چې د دواړو وضعیتونو ټولیز فشار په اولس دی او د هېواد ملي اقتصاد د سخت بحران طرف ته بیایي، هدف مې دا نه ده چې پاکستان اقتصاد ډېر مهم معرفي کړو او یا يې د افغانانو لپاره برخلیک ټاکونکی وبولو ، هدف مې دا دی چې موږ څرنګه د وابستګي او فقر دا منحوسه دایره ماته کړو. څرنګه په ځان بسیا شو او څرنګه هېوادوال وژغورو، دلته باید ډېرې دقیقې او هر اړخېزې اقتصادي پالیسي او ستراتیژۍ تدوین شي، نو په کار دا ده چې موږ دا لاندې کارونه وکړو او دا چارې زموږ ستونزه په نسبي ډول او یا په لوړه کچه حلولی شي:

  1. د بهرنۍ سوداګري پیاوړی او هر اړخيز  سیاست جوړول او پلي کول
  2. د داخلي محصولاتو څخه د ملاتړ سیاست
  3. د بهرنۍ سوداګري د ودې په پار د نویو صنایعو جوړېدل
  4. . صادراتو تشویقي/هڅوونکی سیاست
  5. د وراداتو عوضي سیاست
  6. تصدیو ته د زیان د جبران په پار د سبسایډیو ورکړه
  7. د کالیو د ځینو برخو د قېمتونو د تضمین لپاره د سبسایډیو ورکړه
  8. نویو جوړو شویو صنابعو څخه د ملاتړ په پار د سبسایډیو ورکړه
  9. کرنیزې سبسایډۍ
  10. د اسعارو نرخ او د داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ سیستونه
  11. د سیمې له نورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسي اړیکې له سره پیلول
  12. د سیمې له هیوادونو سره تجارتي هوکړه لیکونه لاسلیکول
  13. د احتکار مخنیوی او د بازار جدي کنټرول
  14. د هیواد په ګرمو ولایتونو کې یخې او په نهایي یخو ولایتونو کې معتدلې هوا خونې جوړول او حبوبات د ذخېري په ډول ساتل
  15. د صنعت سکتور ته نهایت زیات کار کول
  16. د لبنیاتو لکه پنیز ، ملایي، کوچ او همدارنګه، چرګان، همدارنګه حبوباتو، لکه غلې، دانې یا په ټوله کې د غذایي موادو په برخه کې د ځان بسیاینې یا اقتصادي ټیکاو لپاره باید جدي کار وشي
  17. د دې په پار چې بحث اوږد نه شي او لوستونکې ستړې نه شي، ما مسائیل لنډ ولیکل، ګنې په دې هره برخه کې یو عالم خبرې دي، چې باید ولیکل شي.کله کله سړی حیران شي، چې چاته لګیا یې، مګر موږ باید اسلامي، ټولنیز او وجداني پور ادا کړو.

درنښت 1401-3-6

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب