تاند(شنبه، د جوزا ۷ مه) په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې د زیاتو شویو بریدونو له ادعاوو سره هم مهاله، د طالبانو چارواکي وایي چې د دغه ولايت په مرکز او اوو ولسوالیو کې امنیت په بشپړ ډول تامین دی.
د دوی په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتو کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده شوې.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رییس مولوي نصرالله ملک زاده هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې په پنجشېر کې د طالبانو ځواکونو ته تلفات اوښتي دي.
د نوموړي په خبره ، د طالبانو ځواکونه به په دغه ولایت کې هېڅ ډلې ته د دولت ضد فعالیت اجازه ور نه کړي او هر هغه څوک چې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کوي، وبه ځپل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې د احمد مسعود په مشرۍ د پنجشېر د مقاومت ډله په دغه ولايت کې د طالبانو خلاف د سختو جګړو او دغې ډلې ته د زیاتو تلفاتو ادعاوې کوي.
طالبان بيا په پنجشير کې د بشپړ امنيت خبرې په داسې وخت کوي، چې په نيږدې تېره موده کې ېې لوی درستیز، د دفاع وزیر او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر په جلا- جلا ډول پنجشېر ته په سفر لاړل او د خپلو وسله والو مخالفانو د مهارولو او مقابلې پلانونه یې وارزول.